د امریکا ټکزاس او اوهایو ایالتونو کې په ډزو کې ٢٩ تنه وژل شوي

د امریکا د اوهایو ایالت په دیتون ښار کې یو وسله وال کس په ډزو ٩ تنه وژلي او ۱۶ نور یې ټپیان کړي دي.

رویټرز خبري اژانس د ډیتون ښار د پولیسو چارواکو په حواله ویلي، چې دغه پېښه نن یکشنبه د (اګست ۴) سهار وختي رامنځته شوې ده.

د ډیتون پولیسو په خپل ټویټر لیکلي دي چې د برید د پیل کیدو سره سم سیمې ته رسیدلي او برید ژر تر ژره مهار کړی دی. دوی دا هم ویلي چې بریدگر وژل شوی، خو هویت ندی افشا شوی.

د ډیټون ډیلي نیوز په نوم یوې بلې امریکايي رسنۍ هم د پولیس چارواکو په حواله ویلي، چې دغه پېښه پر ځايي وخت ۱بجه او ۲۲ دقیقې د اورجیون په یوې تاریخي سیمه کې رامنځته شوې ده. پولیسو ویلي چې اف بي آی په دې اړه څېړنې کوي.

اوهایو ښار تر پېښې وروسته

دغه پېښه د امریکا د ټکزاس ایالت په "والمارت" مغازې کې تر مرګونې پېښې ۲۴ ساعته وروسته رامنځته شوې ده.

د شنبې په ورځ د ټکزاس ایالت د ال پاسو ښار په "والمارت" مغازه کې هم یو وسله وال کس په ډزو ۲۰ تنه وژلي او ۲۶ نور یې ټپیان کړي دي.

د ټکزاس پولیسو ویلي چې د پېښې په تړاو یې د پاتریک کروسیوس په نوم یو ۲۱ کلن سپین پوستی سړی نیولی چې ویل کېږي د دالاس سیمې اوسېدونکی دی.

د ال پاسو ښار پولیسو ویلي چې له نیول شوي کس څخه څېړنې روانې دي.

د پولیسو مشر گریک الن ویلي چې پولیسو یو انلاین پوست ترلاسه کړی چې په کې دغه مشکوک کس پر اسپانیوي نژادو د برید نیت څرگند کړی دی. بریدگر ٢١ کلن سپین پوستی امریکایي دی او اوس د پولیسو په توقیف کې دی.

د امریکا په کانگرس کې د تکزاس استازی جکوین کاسترو په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې "د اسپانوي الاصله امریکایانو پر ضد دا ترهگریز برید د نژادي توپیرونو د افکارو زیږنده ده".

د مکسیکو جمهور رئیس اندرس مانویل لوپیز اوبرادو ویلي دي چې په دغه برید کې درې مکسیکویان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان دي.ټ

د امریکا جمهور په خپب ټویټر لیکلي چې "د تکزاس د سترو خلکو سره زه او میلانیا خپله خواږي او دعاگانې شریکوو". ښاغلي ټرمپ دا یوه وحشتناکه پېښه بللې ده.

د ال پاسو ښار روغتیايي مسؤلینو ویلي، چې د ځینو ټپيانو روغتیايي حالت نازک دی.

د ټکساس ایالات ال پاسو ښار

ال پاسو ښار چې د مکسیکو د واریز ښار سره ګډه پوله لري، شاوخوا ۶۸۰زره تنه اوسیدونکي لري.

تیره اونۍ د کالیفورنیا ایالت په یو محلي جشن کې یو وسله وال کس درته ووژل چې بیا پولیسو سمدستي بریدگر هم په ډزو وواژه.