د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: مکسیکو همکاري کوي خو که اړتیا وي سرحد تړم


جمهور رئیس ټرمپ په جنوبي سرحد کې نوې جوړې شوې پنجرې وکتلې
جمهور رئیس ټرمپ په جنوبي سرحد کې نوې جوړې شوې پنجرې وکتلې

د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ ویلي مکسیکو امریکا ته د ناقانونه کډوالو د راتګ په مخنیوي کې همکاري کوي خو په عین وخت کې خبرداری ورکوي چې که اړتیا پیدا شي نو له هغه هیواد سره به پوله وتړي.

ښاغلي ټرمپ دغه څرګندونې په کلفورنیا ایالت کې سرحدي سیمې کلکسیکو ته د سفر پرمهال کړي دي.

ډانلډ ټرمپ وویل:" هغوی یعني مکسیکویان د څلورو ورځو راهیسې خپل کار په ښه توګه سرته رسوي. که موږ اړ شو، نو دغه پوله به وتړو. موږ به پر هغو موټرو تعرفې ولګوو چې په مکسیکو کې جوړیږي او دلته راوړل کیږي، خو مکسیکو خپل کار په ښه توګه سرته رسوي."

ښاغلي ټرمپ یوځل بیا د هغه ناقانونه مهاجرتونو په اړه خبري وکړې چې د لایتنې امریکا د یو شمیر هیوادونو وګړي غواړې امریکا ته داخل شي.

ښاغلي ټرمپ همدارنګه په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې که مکسیکو په دې برخه کې همکاري ونکړي نو متحده ایالتونه به نه یوازې خپله پوله وتړي بلکې له مکسیکو څخه به پر وارداتي موټرونو مالیه هم وضع کړي.

د امریکا ولسمشر ویلي په راتلونکو دوو کلونو کې به له مکسیکو سره د شاوخوا شپږ زره کیلومتره موانع د جوړیدو چارې بشپړې شي او یا به هم پرې کار روان وي.

له مکسیکو سره پوله د جمهور رئیس ټرمپ او دیموکراتو قانون جوړونکو ترمنځ د اختلاف وړ یوه موضوع ده.

ټرمپ د سرحدي موانع لپاره د میلیاردونو ډالرو غوښتنه کړې خو دیموکرات قانون جوړونکي یې مخالف کوي.

XS
SM
MD
LG