حماس وايي یوه یرغمل شوې ښځه د غزې په شمال کې وژل شوې ده

اسرائیلي یرغمل

د حماس ډلې نظامي څانګې د شنبې په ورځ نومبر ۲۳ (لیندۍ ۳) وویل چې یوه یرغمل شوې اسرائيلۍ د غزې په شمال کې د نښتو پر مهال وژل شوې ده.

د حماس ډلې د عزالدین القسام د لوا ویاند ابو عبیده وویل چې له څو اونیو وروسته بریالي شول چې د یرغمل شوې ښځې له ساتونکو سره بېرته اړیکه ونیسي.

د هغه په وینا د اړیکې له نیولو وروسته معلومه شوه چې یرغمل شوې ښځه د غزې د شمال په هغه سیمه کې وژل شوې چې د اسرائيل پوځ پکې عملیات کول.

د اسرائيل پوځ فرانس پرس ته ویلي چې د حماس د ډلې د دې ادعا په تړاو پلټنې کوي.

ابو عبیده د یرغمل شوې ښځې هویت نه دی څرګند کړی او د هغې د وژل کېدو د څرنګوالي او کره وخت په اړه یې څه نه دي ویلي.

د تېر کال د اکتوبر په اومه د اسرائيل په جنوب باندې د حماس په برید کې ۱۲۰۶ کسان ووژل شول او د دغې ډلې وسله‌والو۲۵۱ کسان یرغمل کړل.

له دې ډلې څخه ۹۷ کسان لا هم په غزه کې د حماس لخوا یرغمل دي او د ۳۴ کسانو وژل تائيد شوی دی.

د حماس له دغه برید وروسته اسرائيل پر غزې باندې د غچ اخیستلو بریدونه پیل کړل.

د حماس تر کنترول لاندې په غزې کې د روغتیا چارواکي وايي چې د اسرائیل په بریدونو کې تر اوسه له ۴۳۸۵۰ څخه زیات کسان وژل شوي، چې اکثریت یې ولسی خلک دي.