د لاس رسي وړ اتصالات

پر بیروت د اسرائيل په هوايي برید کې ۱۵ کسان وژل شوي دي – چارواکي


عکس: ارشیف - پر لبنان د اسرائیل هوایي برید
عکس: ارشیف - پر لبنان د اسرائیل هوایي برید

د لبنان چارواکو د شنبې په ورځ نومبر ۲۳ (لیندۍ ۳) ویلي چې اسرائيل د پلازمینې بیروت په مرکزي سیمه کې د ملکي وګړو د استوګنې پر یوې ودانۍ برید کړی او لږ تر لږه ۱۵ کسان یې وژلي دي.

د فرانس پرس اژانس په راپور کې راغلي چې یاده اته پوړیزه ودانۍ په برید کې نړېدلې ده او په سیمه کې د ژغورنې عملیات دوام لري.

دا برید یوه ورځ وروسته له هغې شوی چې اسرائيل د لبنان په جنوب کې پر څوو کلیو باندې له برید وړاندې له ځايي خلکو څخه وغوښتل چې له سیمې ووځي.

اسرائيل تر اوسه د پلازمینې بیروت پر مرکزي سیمه باندې د برید په اړه څه نه دي اویلي او دغه راز د ایران متحد حزب‌الله ډله چې له یو کال راهیسې له اسرائيل سره په جنګ کې ښکېله ده په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د لبنان د روغتیا وزارت وویل په دغه برید کې ۶۳ کسان ټپیان شوي‌ هم دي. دغه وزارت زیاته کړه چې په سیمه کې د یو شمېر قربانیانو د بدن غړي‌ پاتې دي چې په اړه یې باید څیړنې وشي.

د سیمې یو اوسېدونکي ۶۰ کلن سمیر وویل: "برید دومره زورور و چې موږ داسې احساس وکړ چې ودانۍ به زموږ پر سر وغورځېږي."

هغه وویل چې له خپلې میرمنې او ماشومانو سره په نیمه شپه کې له سیمې څخه ووتل "موږ دوه جسدونه ولیدل چې پر ځمکه پراته و، ماشومانو ژړل حتی میندو یې هم ژړل."

د لبنان د روغتیا وزارت په یو بیان کې ویلي‌ چې په دغه برید کې د قربانیانو کره شمېر به د ډي‌ان‌اې له ازموینو وروسته معلوم شي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اومه د اسرائيل پر جنوب باندې د حماس له برید وروسته د اسرائيل او حماس ترمنځ شاوخوا هره ورځ نښتې شوې دي خو اسرائيل د روان کال د سپتمبر په وروستیو کې پر لبنان باندې بریدونو ته زور ورکړی دی.

د لبنان د روغتیا وزارت د نظامیانو او ملکي وګړو ترمنځ له تفکیک پرته ویلي چې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې ۳۶۴۵ کسان د اسرائيل په بریدونو کې وژل شوي‌ دي.

همدا شان د اسرائیل په شمال او د ګولان په لوړو سیمو کې د حزب‌الله په بریدونو کې ۱۰۰ کسان وژل شوي چې په کې ۷۰ اسرائیلي عسکر شامل دي.

په عین حال کې د غزې د مدني دفاع سازمان ویلي چې د شنبې په ورځ پر دغه ښار باندې د اسرائيل په بریدونو کې لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د دغه سازمان ویاند محمود بصال فرانس پرس ته وویل چې اسرائيل په هوايي بریدونو او د ټانکونو په ډزو کې ۱۹ کسان وژل شوي او له ۴۰ زیات ټپیان شوي دي.

په غزه کې جنګ وروسته له هغې پیل شو چې د حماس ډلې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اومه د اسرائيل په جنوب برید وکړ. اسرائیلي چارواکي وايي چې په برید کې ۱۲۰۶ کسان ووژل شول چې اکثریت یې ولسي خلک دي.

د حماس جنګیالیو دغه راز ۲۵۱ کسان نور یرغمل کړل. اسرائيل وايي ۹۷ تنه لا هم په غزې کې له حماس سره یرغمل دي، چې ۳۴ تنه یې مړه شوي دي.

د حماس له دغه برید وروسته اسراسيل پر غزې باندې د غچ اخیستلو بریدونه پیل کړل. د حماس تر کنترول لاندې په غزې کې د روغتیا چارواکي وايي چې د اسرائیل په بریدونو کې تر اوسه له ۴۳۸۵۰ څخه زیات کسان وژل شوي، چې اکثریت یې ولسی خلک دي.

د جرمونو نړیوالې محکمې (ای سي سي) د پنجشنبې په ورځ د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو، ددغه هېواد د دفاع پخواني وزیر یواو ګالانټ او د حماس د پوځي څانګې مشر محمد ضیف د نیولو حکمونه صادر کړل.

د محکمې د حکم پر بنسټ، د یادو مشرانو تحرکات نه یوازې محدودیږي، بلکې که یاد مشران د نړیوالې جزایي محکمې د ۱۲۴ غړو هېوادونو څخه یوه ته یې سفر وکړي، نو د نیولو له ګواښ سره به مخ شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG