حماس اسرائیل ته د دریو برمته شویو نومونه ورکړي چې شنبه خوشې کیږي

د اسرائیل حکومت وایي په غزې کې د حماس ډلې ورته د هغو دریو برمته شویو کسانو نومونه ورکړي چې ټاکل شوې د شنبې په ورځ د بندیانو په شپږمې تبادلې کې خوشې شي.

د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر جمعه فبروري ۱۴ (سلواغې ۲۶) په یوې اعلامیې کې ویلي چې درې واړه برمته شوي کسان چې ټاکل شوې د شنبې په ورځ خوشې شي د اسرائیل سربیره د متحده ایالاتو، روسیې او ارجنټاین تابعیتونه لري.

د فلسطیني بندیانو کلب په نامه غیر حکومتي سازمان بیا ویلي چې ټاکل شوې اسرائیل د دې دریو برمته شویو کسانو خوشې کیدو په بدل کې ۳۶ فلسطینیان خوشې کړي چې د عمري قید سزاګانې پرې راختلي دي.

د حماس ډله داسې مهال د دې برمته شویو کسانو نومونه خپروي چې د اسرائیل حکومت تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و که د شنبې تر ورځې د حماس ډله برمته شوي کسان خوشې نکړي، په غزې کې به شدیده جګړه بیرته پیل شي.

د اسرائیل صدراعظم د همدې تیرې سه شنبې په ورځ د خپلې پریکړې په هکله چې د هغه په قول په کابینې کې د رایو په غوڅ اکثریت منظوره شوې وویل، " که د حماس ډله زمونږ برمته شوي د شنبې تر ماسپښنه راستانه نکړي، اوربند به لغوه شي او د اسرائیل دفاعي ځواکونه به شدیدې جګړې ته ستانه شي تر څو د حماس ډله ماته شوې نه وي".

د حماس ډلې په اسرائیل تور لګولی و چې د جنوري میاشتې ۱۹ مې نیټې اوربند موافقې کې چې د متحده ایالاتو، مصر او قطر په منځګړتوب شوې وه، خپلې ژمنې ندي پر ځای کړی او تر بل امر پورې یې د برمته شویو کسانو خوشې کیدل ځنډولي و.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش پر حماس غږ کړی چې په غزه کې د اوربند د تړون له مخې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په اړه پر خپلې ژمنې ودریږي.

ګوتېرش په ایکس کې په خپاره شوي یو پوسټ کې ویلي: "موږ باید په هر قیمت په غزه کې د جګړې له بیا پیل کېدلو مخنیوی وکړو ځکه چې دا به د یوې لویې غمیزې لامل شي."

په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ اوربند په نازک حالت کې دی. په یمن کې حوثي شعیه یاغیانو چې ایران یې تر شا ولاړ دی، د سه شنبې په ورځ یې ویلي چې که په غزې کې جګړه زور واخلي، دا ډله نظامي مداخلې ته چمتو ده.

په عین حال کې د حماس ډلې ویلي چې ټاکل شوې په غزې کې د اوربند دویم پړاو په هکله خبرې ژر پیل شي. پدې پړاو کې به پاتې برمته شوي کسان خوشې شي او په غزې کې د دایمي اوربند په هکله به خبرې اترې وشي.