د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتنیاهو سه شنبه فبروري ۱۱ ( سلواغې ۲۲) خبردرای ورکړ که د شنبې تر ورځې د اوربند تړون له مخې برمته شوي کسان خوشې نشي، په غزې کې به "شدیده جګړه" د سره پیل شي.
د اسرائیل مشر د خپلې پریکړې په هکله چې د هغه په قول په کابینې کې د رایو په غوڅ اکثریت منظوره شوې وویل، " که د حماس ډله زمونږ برمته شوي د شنبې تر ماسپښنه راستانه نکړي، اوربند به لغوه شي او د اسرائیل دفاعي ځواکونه به شدیدې جګړې ته ستانه شي تر څو د حماس ډله ماته شوې نه وي".
د نتنیاهو تر خبرداري وړاندې د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ هم تیره ورځ ویلي و که د حماس ډله د شنبې تر ورځې "ټول" برمته شوي کسان خوشې نکړل، "دوزخ به ایله شي" او یو ځل بیا یې د غزې اخیستلو او نږدې دوه میلیونه فلسطیني وګړو ایستلو وړاندیز وکړ.
د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند له مخې چې د جنوري په ۱۹مه نافذ شوی، په غزه کې ۱۵ میاشتنۍ جګړه تر ډیره حده درېدلې ده او د اسرائیل له توقیف څخه د سلګونو فلسطینیانو د خوشې کېدو په بدل کې، حماس په پنځو پړاوونو کې یرغمل کسان خوشې کړي دي.
خو د دوشنبې په ورځ، د حماس وسله والې څانګې، عزالدین القسام، وویل چې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو راتلونکی پړاو چې د شنبې د ورځې لپاره پلان شوی و، "تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوی دی."
بل پلو بیا د حماس ډلې په اسرائیل تور لګولی چې د اوربند شرایطو څخه یې سرغړونه کړې.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش پر حماس غږ کړی چې په غزه کې د اوربند د تړون له مخې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په اړه پر خپلې ژمنې ودریږي.
ګوتېرش په ایکس کې په خپاره شوي یو پوسټ کې ویلي: "موږ باید په هر قیمت په غزه کې د جګړې له بیا پیل کېدلو مخنیوی وکړو ځکه چې دا به د یوې لویې غمیزې لامل شي."
په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ اوربند په نازک حالت کې دی. په یمن کې حوثي شعیه یاغیانو چې ایران یې تر شا ولاړ دی، د سه شنبې په ورځ یې ویلي چې که په غزې کې جګړه زور واخلي، دا ډله نظامي مداخلې ته چمتو ده
فورم \ دبحث خونه