حماس: که اسرائيل د غزې د اوربند موافقه ومني، د جګړې بندولو ته چمتو یو

ملګري ملتونه وايي چې سلګونه زره خلک په غزې کې بې ځایه شوي دي

د حماس ډلې یو لوړ پوړي مقام د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۴ (لړم درېیم) وویل چې د مصر منځګړو ته یې ویلي دي که اسرائيل د غزې اوربند ته ژمن دی، هغوی چمتو دي جګړه ودروي.

د حماس ډلې دغه مقام،‌ چې په راپور کې یې نوم ذکر شوی نه دی، ویلي دي چې پلاوي یې په قاهرې کې له مصري چارواکو سره د غزې د اوربند په اړه «په نظرونو او وړاندیزونو» بحث کړی دی.

هغه ویلي دي: «حماس د جګړې د بندولو لپاره چمتوالی ښودلی خو اسرائیل باید د اوربند ژمنه وکړي. د غزې له تړانګې څخه ووځي، اجازه ورکړي چې بې ځایه شوي بېرته ستانه شي، په یوې جدي معاملې کې د بندیانو په تبادلې موافقه وکړي او اجازه ورکړي چې غزې ته بشري مرستې انتقال شي.»

په قاهرې کې روانې خبرې د غزې د مذاکراتو د بیا پیلولو لپاره د مصر د هڅو یوه برخه ده.

د اسرائيل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي دي چې په غزې کې د یرغمل شویو د پرېښودو لپاره یوې معاملې ته په رسېدو کې د مصر د چمتووالي هرکلی کوي.

د نتنیاهو دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «په قاهرې کې د شویو غونډو په اساس، صدراعظم د هېواد د استخباراتو ته مشر لارښوونه وکړه چې د کابیني د امنیتي‌ غړو په ملاتړ دوحې ته ولاړ شي او هغه ابتکارات مخې ته یوسي چې په اجنډا کې شامل شوي دي.»

تل ابیب ویلي‌ دي چې ټاکل شوې د اسرائيل د استخباراتو مشر ډیویډ بارنیا د یکشنبې په ورځ قطر ته ورسېږي او په هغو غونډو کې ګډون وکړي چې هدف یې د یرغمل شویو د خلاصون لپاره د مذاکراتو بیا پیلول دي.

د حماس ډلې د تېرکال د اکتوبر په اومه نېټه په اسرائيل باندې له برید وروسته ۲۵۱ تنه یرغمل کړل، چې اوس یې ۹۷ په غزې کې پاتې دي. د اسرائیل پوځ وايي ۲۴ تنه یې وژل شوي.