فرانسه د لبنان د سیاسي کړکیچ د حل کولو هڅه کوي

سعد الحریری نن په پاریس کې د فرانسې د ولسمشر سره وکتل

د لبنان صدراعظم سعد الحریري وايي په راتلونکو ورځو کې هیواد ته ددې لپاره ستون شي چې د خپلواکۍ د ورځې په مراسمو کې برخه واخلي او خپل سیاسي دریځ په ډاګه کړي.

د لبنان مستعفي صدراعظم سعد الحریري د فرانسې د جمهور رئیس ایمانویل مکرون په بلنه پاریس ته تللی دی. ښاغلي حریري د ښاغلي مکرون سره له یوې غونډې وروسته خبریالانو ته په وینا کې له فرانسې نه مننه وکړه چې په منځني ختیځ کې یو "مثبت سیاسي رول" لوبوي.

هغه د لبنان د سیاسي وضعیت په اړه وویل "د جمهور رئیس سره له لیدنې وروسته به د دغو موضوعاتو په اړه خپل دریځ څرګند کړم".

دا لومړی ځل دی چې ښاغلی حریري د هغو رپورټونو وروسته چې ویل یې هغه سعودي عربستان یرغمل کړی دی، په عام محضر کې څرګندیږي.

د لبنان صدراعظم د نوامبر په څلورمه په سعودي عربستان کې خپله استعفی اعلان کړې وه، خو د لبنان جمهور رئیس میشل عون د هغه استعفی و نه منله او په سعودي عربستان یې تور ولګاوه چې هغه یې د خپلې خوښې پرخلاف ساتلی دی.

خو د لبنان جمهوري ریاست دفتر د شنبي په ورځ وویل چې حریری پاریس ته له رسیدو وروسته د هغه هیواد جمهور رئیس ته د یو ټیلیفوني تماس په ترڅ کې خبر ورکړ چې د چهارشنبې په ورځ د استقلال د ورځې د لمانځلو په مراسمو کې د ګډون لپاره به هیواد ته ستون شي.

د فرانسې جمهور رئیس له لبنان او سعودي عربستان سره د خپلو نږدې روابطو څخه په استفادې ښاغلی حریري پاریس ته وباله چې د بحران د حل لپاره لاره پرانیزي.

د لبنان اوسني بحران هغه هیواد د سعودي عربستان د متحدینو او د حرب الله په شمول د ایران د پلویانو د سیمه ئیزې سیالۍ په یو ډګر بدل کړی دی، خو فرانسې چې د نړیوالو جګړو په موده کې یې لبنان تر کنټرول لاندې درلود د دغه کړکیچ له منځه وړلو لپاره هڅې پیل کړې دي.

دغه هڅې هغه وخت څرګندې شوې چې مکرون تیره اونۍ د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره ولیدل او یو لړ نورې دیپلوماتیکې هلې ځلې پیل کړې چې په نتیجه کې حریري فرانسې ته وبلل شو.

د لبنان یو سني سیاستوال پرون وویل که حزب الله په سیمه ییزو شخړو کې خپله لاسوهنه بنده نه کړي، نو هیواد یې له اقتصادي بندیزونه او یا لا ناوړه حالت سره مخامخ کیدلی شي.

د لبنان عدلیې پخوانی وزیر اشرف ریفي وویل "د لبنان چارواکی یو لوی مسئولیت لري چې له عربي نړۍ سره په خپلو اړیکو کې له احتیاط څخه کار واخلي. نور دا نشو زغملی چې حزب الله د ایراني پروژې یو پوځي یا امنیتې څانګه وي".

د لبنان اوسنی بحران په داسې حال کې رامنځته شوی دی چې د سعودي عربستان او ایران ترمنځ همدا اوس په یمن کې یوه نیابتي جګړه روانه ده او پر قطر د خلیج هیوادونو د بندیزونو یو شرط له ایران سره د هغه هیواد د نږدې اړیکو پریکول دي.