د لاس رسي وړ اتصالات

لبنان: سعودي عربستان زمونږ صدراعظم یرغمل کړی


د لبنان مخکني صدراعظم په ریاض کې د استعفا اعلان وکړ.‌
د لبنان مخکني صدراعظم په ریاض کې د استعفا اعلان وکړ.‌

لبنان په سعودي عربستان تور لګوي چې د دې هیواد صدراعظم سعد حریري یې یرغمل کړی.‌ښاغلي حریري پداسې حال کې په ریاض کې د صدراعظمۍ د مقام نه د استعفا اعلان وکړ چې په حزب الله او ایران یې سخت انتقادونه وکړل.‌

سره لدې چې په لبنان کې ځیني جګپوړي چارواکي وایي چې صدراعظم حریري په زور د سعودي د چارواکو لخوا استعفا ورکولو ته مجبور شویدی خو پخپله حریري او سعودي عربستان بیا دغه تورونه رد کړیدي.‌

په همدې حال کې فرانسه وایي چې د لبنان مخکنی صدراعظم به ډیر ژر په فرانسې کې د خپلې کورنۍ سره یو ځای شي. د فرانسې جمهور رئیس ایمانیول مکرون وایي چې د سعد حریري او د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان سره یې په ټیلیفون خبرې کړي او ښاغلی حریري به د یو څو ورځو لپاره فرانسې ته ولاړ شي.‌

جمهور رئیس مکرون ویلي دي چې فرانسې ته د حریري ورتګ د " سیاسي جلاوطنۍ " معنی نلري.‌

په لبنان کې هم چارواکي وایي چې په سعودي عربستان کې د مخکني صدراعظم سعد حریري پاتې کیدل "غیر معمول " کار دی خو وایي چې د ریاض سره ښې اړیکې غواړي.‌

XS
SM
MD
LG