امریکا کې سندریز ماښام؛ ګډون کوونکي افغانان وايي د وطن یاد یې تازه کړ

د اختر د میلې په نوم یو سندریز ماښام د هغو ډیرو افغانانو دپاره د یو څو ساعتونو د خوښۍ او ساعتیرۍ سبب شو چې په تیرو دوو کلنو کې له افغانستان څخه امریکا ته راغلي دي.

د امریکا پایتخت واشنګټن ښار، مریلنډ او ورجینیا په ایالتونو کې میشتو یو شمېر افغانانو چې پدې هنري بنډار کې یې ګډون کړي و، وویل چې دا ډول محفلونه ورته له وطنه لیرې د وطن د یاد تازه کولو فرصت دی.

زلما خروټې چې په دې نږدې وختو کې امریکا ته راغلې ده او د دې کلتوري غونډې په تنظیموونکو کې شامله وه. وايي د غونډې هدف د هغو افغانانو پر مخونو د خندا راوستل دي چې ډیرې سختۍ یې لیدلي دي.

د دې پروګرام اصلي ستوری هارون باچا و چې په سلګونو مینه وال یې د سندرو اوریدو ته راغلي وو.

هارون باچا وايي چې بهر میشت هنرمندان کولای شي چې افغانستان کې د موسیقۍ مړ غږ په بهر کې را ژوندی کړي او د هنر میراث ورکیدو ته پرې نږدي.

په داسې حال کې چې په افغانستان واکمنو طالبانو په هنر او موسیقۍ بندیزونه لګولي دي، امریکا مېشتي افغانان وايي، دا ډول پروګرامونه یې د پښتو موسیقۍ سره د خپلې مینې تنده ماتوي.

د اختر د میلې په نوم دې سندریز ماښام کې د پښتونخوا مشهور هنرمند اسماعیل شاهد هم پخپلو جالبو ټوکو او کیسو د خلکو په مخونو مسکا راوسته.

د سندریز ماښام نور حال پدې راپور کې وګورئ.