د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ته کډه شوي افغان سندرغاړي وايي له ستونزو سره مخ دي


افغان سندرغاړی ضیا سحر د لسګونو نورو افغان سندرغاړو‌ په څېر پاکستان ته کډه شوی، وايي په دغه هېواد کې له ستونزو سره مخامخ دی.

پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمن کېدو وروسته پر موسیقۍ بندیز لګېدلی، او ددغه هیواد نږدې ټول سندرغاړي د وطن پرېښودلو ته مجبور شوي او ډېرو يې ګاونډي پاکستان ته پناه وړې ده.

په پېښور کې د مفکورې په نامه یو بنسټ د افغانو سندرغاړو لپاره زمینه برابره کړې، چې خپلې موسیقۍ ته دوام ورکړي.

سندرغاړی ضیا سحر وايي، دا چې رزق يې له خپل هنر سره تړلی دی نو په خپل وطن کې دده په رزق بندیز دې ته اړ کړ، چې پښتونخوا ته پناه یوسي.

ضیا سحر په پېښور کې ځوانانو او پیغلو ته د موسیقۍ ښوونه کوي.
ضیا سحر په پېښور کې ځوانانو او پیغلو ته د موسیقۍ ښوونه کوي.

هغه وايي: "په افغانستان کې خو زموږ مشکل دا وو چې زموږ روزګار او کاروبار بند شو او بل کار روزګار موږ کولی نه شو. اوس مو کورنۍ مور پلار بچي‌ ټول هلته دي او موږ دلته یو. دلته هم له دې ستونزو سره مخ یو، چې په اسانه خو آن څوک کور یا یوه کوټه په کرایه نه راکوي."

ضیا سحر پېښور ته د کډوالۍ او موسیقۍ سره د تړاو په اړه زیاته کړه: "کله موږ له وطن نه راغلو نو موسیقي او هر څه رانه د یاده وتي وو. شکر دی اوس دلته راځو له ښو ښو استاذانو سره ناسته کوو او هغوی نه زده کړه کوو.‌ او له نورو نویو شاګردانو سره همکاري هم کوو او په ګډه باندي‌ په مفکوره کې هغه خپل کار، خپل میوزیک او خپل هنر بېرته راژوندی کوو."

دغو افغان سندرغاړو اوس په پېښور کې زلمو او پيغلو ته زده کړې ورکول هم پیل کړي او په شاوخوا سیمو کې وخت ناوخته د موسیقي پروګرامونه هم جوړوي. دوی يي، تر ټولو زیات مشکل ورته تر پروګرامونو وروسته د شپې تګ دی، چې د دوی په خبره په امنیتي پوستو ورڅخه د پیژند پاڼو غوښتنه کېږي.

افغان کډوال خان آغا چې ربابي دی وايي: "تر ټولو لویه ستونزه موږ ته د ای ډي کارډ ده او د ویزو ډېر زیات مشکل دی. تاسو ته مالومه ده چې موږ خو هنرمندان یوو او د چا ښادۍ یا خوشالۍ ته ځو نو چې کله بېرته د شپې راځو، نو په پوستو راڅخه ډېرې پوښتنې کېږي،‌ چې کارټونه، پاسپورټ یا ویزه ښکاره کړئ. خو له موږ سره هیڅ هم نشته."

ددې افغان سندرغاړو لپاره د موسیقۍ روزنیزو ټولګیو زمینه د مفکوره څېړنیز مرکز برابره کړې ده. ددې مرکز مشر حیات روغانی وايي، تر خپله وسه له افغان سندرغاړو سره همکاري کوي.

روغاني امریکا غږ ته وویل: "دلته د زده کړو یوه لړۍ ده، نو په هغه کې څه کسان زموږ سره د زده کوونکو په حیث راځي او څه بیا د ښوونکو په حیث. بل د انځورګرۍ ډېر زده کوونکي راغلي دي. دې نه علاوه د روغ رنځور ستونزه راشي یا د پولیس ستونزه راشي، هغه ستونزه ورته هواره کړو."

د ۲۰۲۱کال په اګست کې په کابل د طالبانو تر کنټرول وروسته پر موسیقۍ بندیز ولګول شو، چې له امله يې په سلګونو افغان سندرغاړي او موسیقي غږونکي وطن پرېښوولو ته اړ شول.

XS
SM
MD
LG