د هریس او ټرمپ توده ټاکنیزه مناظره؛ مهمې او جنجالي موضوعګانې کومې وې؟

د ټرمپ او هریس مناظره

د متحده ایالاتو د ولسمشر دیموکراتې مرستیالې کاملا هریس او جمهوري غوښتونکي پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په شپه د ولسمشرۍ تر مناظرې پورې هیڅکله سره نه وو لیدلي، خو د نومبر په پنځمه د ولسمشریزو ټاکنو پر لور یې سمدستي په مناظره کې سره جدي سیالي پیل کړه.

دواړو کاندیدانو په پیل کې د فلاډلفیا د ملي اساسي قانون د مرکز د ستیج پرسر سره روغبړ وکړ او بیا یې په یو بل برید پیل کړ.

دوی دواړو د متحده ایالاتو د اقتصاد، د امریکایي میرمنو د جنین د سقط په حق، د مکسیکو سره د متحده ایالاتو په پوله د مهاجرت، په غزه کې د حماس وسله والو پر وړاندې د اسرائیل جګړه، په اوکراین باندې د روسیې برید او د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په شپږمه د متحده ایالاتو په پلازمینه واشنګټن کې د کانګرس لخوا د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې د ټرمپ د بایللو د تصدیق وروسته د بلوا په اړه سره سخته مقابله وکړه.

د ۲۰۲۰ ټاکنو ته په اشارې سره چې ولسمشر جو بایډن ټرمپ ته ماتې ورکړه، هریس وویل، "ډونالډ ټرمپ د ۸۱ میلیون خلکو لخوا ګوښه کړای شو. هغه د دې خبرې په منلو کې خورا ستونزمن وخت درلود."

ټرمپ په دې وروستیو کې ویلي چې هغه ټاکنې "په خورا کم تفاوت" له لاسه ورکړې، خو د سه شنبې په ورځ د مناظرې په بهیر کې، هغه وویل چې دا یو طنزیه تذکر و او د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو د پایلو د مشروعیت له منلو یې انکار وکړ.

ټرمپ وویل: "موږ یو ناکام هیواد یو...موږ په جدي زوال کې یو، او ټوله نړۍ پر مونږ خاندي."

ددغه ۹۰ دقیقو بحث وروسته په یوه نظرپوښتنه کې، CNN وویل چې د دوی سروې ښودلې چې هریس ۶۳ د ۳۶ فیصدو په توپیر سره سیالي وګټله.

د دې ګړندۍ ارزونې سربیره چې د هاریس په ګټه وه، د نړۍ ترټولو مشهورې پاپ سندرغاړې، ټیلر سویفټ، د مناظرې د پای ته رسیدو سره سم د ډموکراټ [ګوند د کاندیدې] ملاتړ وکړ.

ټرمپ او هریس چې له یو بل څخه په کمې فاصیلې د ستیج پر سر ولاړ وو، دواړو نوماندانو د یو بل په څرګندونو خپل سرونه [د اعتراض په توګه] خوځول، د هیرس سره ټولو، خو د ټرمپ په ځینو څرګندونو په لوړ اواز خندل. د ABC))د ای بي سي نیوز ویاندویانو ډیویډ مویر او لینسی ډیویس په مسابقوي توګه هڅه وکړه چې د سیالۍ جریان کنټرول کړي، خو ځینې وختونه پدې کار کې ناکام شول.

بایډن د جون په میاشت کې د ټرمپ سره په مناظره کې په بده توګه چوپ پاته شو او د یوې میاشتې په اوږدو کې یې خپل کمپاین پای ته ورساوه او د خپلې مرستیالې هریس ملاتړ یې وکړ.

د سه شنبې په ماښامنۍ مناظره کې، هریس، د سان فرانسسکو د جنایي چارو پخوانی وکیلې او د کالیفورنیا ایالت قاضي القضاتې چې په محکمو کې یې د مدافع وکیلانو سره سخت بحثونه کړي، په مکرر ډول په ټرمپ باندې ګوزارونه وکړ.

د مناظرې په یوه برخه کې، هغه ټرمپ ته وویل چې د هغه په سیاسي لاریونونو کې د هغه خورا سخت سري ملاتړي اکثرا وختونه له محل څخه وختي وځي هغوی د ټرمپ له ویناو څخه ستړي کیږي.

ټرمپ هریس یوه مارکسیسته و؛ڼله او ویې ویل چې هغه د خپل پلار څخه چې یو چپ اړخه اقتصاد پوه و، ښه زده کړې ترلاسه کړي. ټرمپ د هریس په اړه وویل: "هغه یوه ډیره لیبراله کیڼ اړخی ده."

هریس په یوې متوسطې کورنۍ کې خپل ژوند ته کله چې هریس ځوانه وه، او مور یې د کور د اخیستلو لپاره ډیر کلونه پیسې خوندي کړې اشاره وکړه. په عین وخت کې هریس وویل چې ټرمپ د خپل پلار څخه ۴۰۰ میلیون ډالره "د سپینو زرو په یو پتنوس ترلاسه کړل او بیا یې شپږ ځله افلاس اعلان کړ".

ټرمپ د هریس او بایډن له خوا د متحده ایالاتو د اقتصاد په اداره کولو چې د نړۍ ترټولو لوی اقتصاد دی، برید وکړ او وویل چې متحده یالات "په وینزویلا چې سترویدونو څخه استفاده کوي" بدلیږي.

هریس وویل چې د ټرمپ پلان چې په بهرنیو وارداتو باندې ۲۰ سلنه مالیه لګوي دا ثابتوي چې دا مالیه په امریکایی پیرودونکو باندې د "ټرمپ د پلور مالیه ده."

هریس ټرمپ تورن کړ چې د متحده ایالاتو سترې محکمې ته یې د درې محافظه کارو قاضیانو په ټاکلو سره د جنین د سقط د حق قانون ختم کړ. ټرمپ وویل چې په ۲۰۲۲ کې د صادر شوي حکم سره ، اوس په هر ایالت کې رای ورکوونکي حق لري چې ددې مسلې په اړه پریکړه وکړي.

هریس وویل چې "حکومت او ټرمپ باید ښځو ته ونه وایي چې د خپل بدن سره څه وکړي".

ټرمپ د بایډن د ادارې د یوې برخې په توګه هریس تورنه کړه چې د مکسیکو او متحده ایالاتو ترمنځ له پولې څخه د مهاجرینو د راتګ په کنټرول کې پاتې راغلی. ټرمپ وویل چې هغه پلان لري چې په متحده ایالاتو کې میشت ۱۱ میلیون یا ډیر غیر سند لرونکي کډوال وباسي، خو دوه ځله یې د مویر پوښتنې ته ځواب ویلو څخه ډډه وکړه چې څنګه به وکولی شي دوی توقیف کړي او بیرته خپلو هیوادونو ته واستوي.

ټرمپ په مکرره توګه هغو پوښتنو ته ځواب ووایه چې د مهاجرینو په چارو پورې اړه نلري د هریس د سرحدي مسلو د اداره کولو په اړه په نظریاتو سره ځواب ووایه او دا چې جمهوري غوښتونکي ټرمپ "د سرحد اتل" بولي او په همدې دلیل بایډن هریس ته دنده وسپارله چې د اصلي لاملونو برسي کړي چې ولې خلک په مرکزي امریکا کې خپل هیوادونه پریږدي. ترڅو امریکا ته راشي.

ټرمپ دا عجیبه ادعا وکړه چې هغه کډوال چې له هایټي څخه د اوهایو ایالت سپرینګفیلډ، ته راغلي، د خپلو ګاونډیانو سپي او پیشوګانې یې غلا کړې او د خوړو لپاره یې کارولي دي.

د مناظرې ویاند مویر په دې قضیه کې ټرمپ تورن کړ او ویې ویل چې د ښار مدیر هغه ته ډاډ ورکړی چې دا ادعا غلطه ده.

ټرمپ ادعا وکړه چې که هغه ولسمشر وای، نو د اکټوبر په اوومه به پر اوکراین د روسیې برید او پر اسرائیل د حماس وحشیانه برید نه وی شوی. هغه وویل چې که ولسمشر وټاکل شي، هغه به د راتلونکي جنوري په میاشت کې سپینې ماڼۍ ته د سفر کولو دمخه دواړه جنګونه حل کړي، خو دا یې ونه ویل چې دا کار به څنګه وکړي.

هریس وویل چې "که ډونالډ ټرمپ ولسمشر وای، پوتین (د روسیې ولسمشر) به اوس په کیف کې ناست و چې د اروپا نورو برخو ته به یې سترګې نیولېوې".

ټرمپ، دوه ځله له دې خبرې ډډه وکړه چې غواړي اوکراین جګړه وګټي، یوازې دا یې وویل چې غواړي دا جګړه د نورې وینې تویندنې د مخنیوي لپاره پای ته ورسیږي.

تمه کیدله چې په لسګونو میلیونه امریکایانو دا مناظره لیدلې وي چې ښایي د دې کمپاین یوازینۍ مناظره وي. دا مناظره د ټاکنو له ورځې اته اونۍ مخکې خو په ځنو ایالتونو کې د مخکې له مخکې رای اچونې څخه یوازې ورځې مخکې ترسره شوه.

د هریس او ټرمپ تر منځ په دې مناظره کې اصول د جون په میاشت کې د ټرمپ او بایډن تر منځ د مناظرې له اصولو سره ورته وو، په هغه مناظره کې چې بایډن د بد اختلال سره مخامخ شو، چې له امله یې هغه یوه میاشت وروسته د بیا ټاکنو لپاره د خپلې سیالۍ څخه پداسې حال کې لاس واخیست چې په ملي ټولپوښتنو کې تر ټرمپ وروسته پاتې و.
د ټرمپ او هریس مایکروفونونه کله چې یو یې خبرې کولې، بندیدل او هغوی اجازه نه درلودله چې له یو بل څخه پوښتنې وکړي.
خو دې کار دوی د یو بل په خبرو کې د مداخلې مخه ونه نیوله. په دې مناظره کې اورېدونکي حاضر نه وو چې دا مناظره په محل کې په ژوندۍ بڼه واوري.

دا د هریس لومړۍ ولسمشرۍ مناظره وه او د ۲۰۱۶ راهیسې د دریو ولسمشریزو ټاکنو په جریان کې د ټرمپ اوومه مناظره وه.

د مناظرې وروسته خبریالانو ته په وینا کې، جمهوري غوښتونکي سناتور ټام کاټن وپوښتل چې ولې هیرس د جمهور رئیس د مرستیالې په توګه په خپل کاري موده کې د پالیسو لپاره په دې وړاندیزونو کار نه دی کړی.

کاټن وویل: "هیرس په بشپړ ډول د دې پوښتنې ځوابولو څخه ډډه وکړه چې هغه به د امریکایی خلکو لپاره څه وکړي او هڅه یې وکړه چې موضوع بدله کړي. د درک وړ ده چې له خپل ځان دفاع وکړه خو د هغه ښه کار دا و چې شرحه یې کړل چې د هغه د جمهوري ریاست د دورې پر ړخت کارونه ښه وو او په تیرو څلورو کلونو کې ښه نه وو."
دیموکرات سناتور کریس مرفي وویل دا ټرمپ و چې ددې په تشریح کولو کې پاته راغی چې هغه به په دوهمه دوره جمهوري ریاست کې څه وکړي.

مرفي وویل: "اصلي پوښتنه دا ده چې ډونالډ ټرمپ د څه پلوي دی؟ تاسو کولی شئ په دې اړه وغږیږئ چې د هریس ځینې دریځونه څه ډول په بشپړه توګه بدل شوي پداسې حال کې چې زموږ ټول دریځونه د نویو معلوماتو پراساس د کلونو په اوږدو کې بدل شوي دي، یا موږ کولی شو له ځانه وپوښتو چې ډونالډ ټرمپ نن شپه د امریکایی خلکو سره د مرستې لپاره یو واحد پلان په ګوته کړ؟ هغه د خپل دې باور په تکرارولو سره چې موږ باید له مکسیکو سره په پوله یو دیوال جوړ کړو، فکر نه کوم چې هغه د یو واحد پلان په اړه خبرې وکړې، نه د کور جوړولو پلان او نه هم د معاش زیاتولو لپاره. "

د کانګرس ډموکراتیک غړي ټیډ لیو امریکا غږ ته وویل چې ټرمپ د بهرنۍ تګلارې په برخه کې د هیرس په پرتله کمزوری دی او ټرمپ "د دیکتاتورانو سره دوستانه چلند کوي."

لیو وویل، "ډونالډ ټرمپ دا عجیبه اړیکه لري چې که پوتین د ډونالډ ټرمپ صفت وکړي، ډونالډ ټرمپ به ولادیمیر پوتین ته یوه مغازه ورکړي. په مقابل کې، د بایډن او هریس ادارې په اوکراین کې د ولادیمیر پوتین د مخنیوي لپاره یو ایتلاف جوړ کړ، او د بایډن او هریس ادارې په ارام سمندر کې د هیوادونو او هند یو نه هیریدونکی ایتلاف جوړ کړی ترڅو د دې تیري مخه ونیسي."

د کانګرس جمهوري غوښتونکي غړي مت ګیتز امریکاغږ ته وویل چې ټرمپ د هریس "د خطرناکو لیبرال پالسیو" په ګوته کولو سره مناظره وګټله.

ګېټس وويل: "ولسمشر ټرمپ پدې سره خپله دنده ترسره کړه چې خلکو ته وښيي چې هغه په دې ټاکنو کې د بدلون عامل دی. ولسمشر ټرمپ د امريکا د خلکو اقتصادي انديښنې، د امريکا د خلکو د امنيت او د هغوى د ژوند د ظرفيت په اړه اندېښنې منعکسې کړې. په داسې نړۍ کې چې تمه نه کیږي دریم نړیوال جنګ ته ولاړه شي".

ملي ټولپوښتنې ښیي چې د دوی دواړو ترمنځ سیالي نږدې ده او دا د دې مناظرې اهمیت زیاتوي او د دواړو نوماندانو لپاره په لږ شمیر رای ورکونکو باندې د اغیزه په هکله چې لاهم یې تصمیم ندی نیولی اهمیت لري. هغه څه چې پدې ټاکنو کې مهم دي دادي چې د ۲۰۲۰ په ټاکنو کې بایډن ته د هغه له ماتې او یا د بایدن د ادارې د دوهم شخص د واکمن کیدو په وړاندې سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ بیرته راستنیدل دي.

کله چې بایډن له کمپاین څخه ووت او هریس یې د خپل ځای ناستي په توګه تائید کړه، دموکراتان د هریس د نوماندۍ شاوخوا راټول شول. پداسې حال کې چې بایډن د خپل کمپاین په پای کې له ټرمپ څخه وروسته و، هریس په ملي ټولپوښتنو کې له دوه څخه تر درې سلنې پوائنټونو له ټرمپ څخه مخکې ده.

خو د نیویارک ټایمز او سیانا کالج یوه ګډه نظر پوښتنه چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه، ښیې چې ټرمپ په ملي کچه له ۴۷ تر ۴۸ فیصدو مخکښ دی، په داسې حال کې چې د ورځپاڼې په وینا هریس په ملي اوسط کې په دریو مهمو سیالیو ویسکانسن، میشگن او پنسلوانیا کې مخکښه ده. دواړه کاندیدان په څلورو نورو ایالتونو اریزونا، جورجیا، نیواډا او شمالي کارولینا کې مساوي دي.

تمه کیږي چې اوه جنجالي ایالتونه به د دې ټاکنو د پایلو په ټاکلو کې لوی رول ولوبوي ځکه چې متحده ایالات د ملي رایو د اکثریت په اساس خپل ولسمشر او مرستیال یې نه ټاکي.

بلکه، دا ټاکنې د هر ایالت د ۵۰ سلنې رایو او د ټاکنیزو هیتونو د رایو پر بنسټ ترسره کیږي، په کوم کې چې د دوو ایالتونو پرته نور ټول د ټاکنیزو هیتونو لپاره یا د هریس او د هغه د ټاکل شوي مرستیال، ټیم والز لپاره، چې د منیسوتا ایالت والي دی، یا ټرمپ او سناتور جي ډي وینس ته رایې ورکوي. په هر ایالت کې د ټاکنیزو هیتونو د رایو شمیر د نفوسو پر بنسټ ټاکل کیږي، نو هغه ایالتونه چې ډیر نفوس لري تر ټولو ډیر اغیز لري.

د ټایمز او سیانا د یوې ګډې سروې له مخې، د امریکا خلکو ته د ځان د معرفي کولو په برخه کې د هریس لپاره د دې مناظرې خطر خورا لوړ و، په داسې حال کې چې په دې سروې کې ۲۸ سلنه برخه اخیستونکو غوښتل د هغه په اړه نور پوه شي، پداسې حال کې چې یوازې ۹ سلنه کسانو د ټرمپ په اړه دا نظر درلود.

۷۸ کلن ټرمپ کله ناکله د کمپاین په بهیر کې داسې بریښیدل چې د ۸۱ کلن بایډن پسې خپه دی. هغه لا تر اوسه په ۵۹ کلنې هریس باندې د برید لپاره نده مړلې که څه هم د مناظرې په ماښام یې د ای بي سي د ویاندویانو د هرې پوښتنې په وړاندې په هریس برید وکړ.

که هریس وټاکل شي، هغه به د جنوبي اسیا لومړنۍ ښځه او لومړۍ کس وي چې د امریکا ولسمشره شي او له بارک اوباما وروسته به د امریکا دوهم تورپوستی ولسمشره وي.