په هند کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیر فرید ماموندزی وايي، تر څه باندې څلورو میاشتو وروسته افغانستان ته د هند د مرسته شوو غنمو د انتقال بهیر نن پیلیږي.
ښاغلي ماموندزي نن سه شنبه فبرورۍ ۲۲ (کب دریمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې نن له هند څخه افغانستان ته په ۵۰ لاریو کې د ۵۰ زره میټریکه ټنو غنمو د انتقال لړۍ به نن پيل شوي.
نوموړي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي په داسې حال کې چې څه باندې ۲۰ میلیون افغانان له اقتصادي بحران سره مخ دي، نوموړي له افغانستان سره د هند د سخاوتمندانه مرستو مننه کړې ده.
More than four & half months of wait, the first convoy of 50 trucks will start the delivery of 50,000 metric tons of wheat from 🇮🇳 to 🇦🇫 today. I thank the Indian government for the generosity displayed at a time when more than 20million Afghans are facing crisis or the worse 1/2 pic.twitter.com/qjSynbG20q
— Farid Mamundzay फरीद मामुन्दजई فرید ماموندزی (@FMamundzay) February 22, 2022
ټاکل شوې له افغانستان سره د هند مرسته شوي غنم او بېړني درمل د واګه بندر له لارې د افغانستان په لاریو کې تورخم ته انتقال شي. تر څو په دغه هیواد کې اړمنو خلکو ته ورسیږي.
د پاکستان کابینې د تیرې نومبر میاشتې پر ۲۳مه هند ته اجازه ورکړه څو ددغه هیواد له خاورې افغانستان ته د غنمو د لیږد لپاره کار واخلي. خو ویل کیږي چې د پاکستان لخوا دغه بهیر ځنډول شوی و.
پاکستان د کلونو راهیسې له افغانستان سره د هند هر ډول تجارتي او ترانزیتي اتصال رد کړی دی. له هغه وخته چې پاکستان په ۱۹۴۷ کال کې له هند څخه جلا شو، دواړو ګاونډیو هیوادونو درې ځله جګړه کړې ده.
په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته د اقتصادي بحران په رامنځته کېدو سره هند په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره بشري مرستې کړي دي.
له دغه هیواد سره د تازه مرستو په دوام روانه اونۍ دهند څه باندې ۲ټنه درمل او البسه کابل ته ورسېده.