افغانستان کې د روغتیا کلسټر چې د روغتیا د نړیوال سازمان تر څارنې لاندې د روغتیا په سکټور کې یو شمیر غیر حکومتي موسسې او ادارې په کې کار کوي په دغه هیواد کې د روغتیا په سکټور باندې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو مرستو د ځنډ د اغیزو په اړه ویلي چې د مرستو ځنډیدو ۲.۴ میلیونو اړمنو افغانانو باندې اغیزه کړې ده.
د ریلیف په انټرنیټي پاڼه کې په افغانستان کې د روغتیا کلسټر د معلوماتو پر اساس په یو خپور شوي راپور کې ویل شوي چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو مرستو د ځنډیدو له امله په افغانستان کې د یو زیات شمیر روعتیايي مرکزونو فعالیتونه ځنډیدلي دي.
په دې راپور کې ویل شوي د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې په ۳۱ ولایتونو کې تر ۳۲۰ پورې روغتیايي مرکزونه چې شاوخوا ۲.۴ میلیونو اړمنو افغانانو ته یې روغتیايي خدمتونه برابرول د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو مرستو د ځنډیدو له امله اغزمن شوي او اوس مهال روغتیايي مرستو ته لاس رسی نلري.
ددغه راپور له مخې دغو روغتیايي مرکزونو ته ۱۳ غیر حکومتي ادارو خدمتونه برابرول چې اوس یې دغو مرکزونو سره مرستې اغیزمنې شوي دي.
ملګري ملتونه د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ( اوچا) د یو راپور له مخې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د روغتیا سکټور ته د بودیجې د برابرولو په برخه کې لویه ونډه لري او په دغه هیواد کې بشري مرستو لپاره د ټولې بودیجې ۴۳.۹ فیصده یې د امریکا د متحده ایالاتو له خوا برابریږي.
په دې راپور کې ویل شوي چې تمه کیدله چې د امریکا متحده ایالات به په ۲۰۲۵ کال کې د بشري چارو د پرمختګ لپاره لږ تر لږه تر ۲۳۴ میلیونو ډالرو پورې بودیجه چې په دغه کال کې د ټولې اړینې بودیجې ۱۰ فیصده کیږي برابر کړي.
د امریکا د متحده ایالاتو حکومت د روان کال ۲۰۲۵ د جنورۍ په ۲۴ د امریکا نږدې ټولې بهرنۍ مرستې ددغو مرستو د موثریت د ارزولو په موخه د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې.
ددې دمخه د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) په یو راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې له نهو میلیونو څخه زیات کسان روغتیايي خدمتونو ته د نه لاس رسی د ګواښ سره مخ دي.
دغه صندوق د فبرورۍ د میاشتې په روانه اونۍ کې په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د نږدې ۶۰۰ ګرځنده روغتیايي ډلو د فعالیتونو او روغتیايي مشورتي مرکزونو په بندیدو سره نهه میلیونو څخه زیات کسان روغتیايي خدمتونو ته د نه لاس رسي د ګواښ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) د اسیا او پاسیفیک حوزې رئیس پاو سمت په دې اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې وه او ویلي وو چې په افغانستان، بنګلدیش او پاکستان کې د دغې ادارې په مرسته چلیدونکو د ژغورنې حیاتي روغتیايي خدمتونو ته د نه لاس رسي له امله د میلیونونو ښځو او نجونو ژوند د ګواښ سره مخ شوی دی.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي: "په افغانستان کې د نږدې ۶۰۰ ګرځنډه روغتیايي ډلو، کورنیو ته په کورونو کې د روغتیايي خدمتونو برابرول او د مشورتي خدمتونو ځنډیدو سره له نهه میلیونو څخه زیات کسان د روغتیا ساتنې خدمتونو ته به لاس رسی له لاسه ورکړي".
ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یو مور د درملنې وړ د زیږون اړوند عوارضو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې ورسره دا هیواد په نړۍ کې یو د هغو هیوادونو څخه دی، چې د زیږون پر مهال د ښځو د مړینې کچه په کې ډیره لوړه ده.
دغې ادارې ویلي: "په داسې یو وخت کې چې د افغان میرمنو او نجونو حقونه له وړاندې ټوټه ټوټه شوي، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د ملاتړ پرته به لا ډیر کسان خپل ژوند له لاسه ورکړي".
دمخه ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه په اسیا کې تر ټولو لوړه کچه ده، چې د هرو ۱۰۰ زرو ولادوتونو پر مهال ۶۳۸ میندې په دغه هیواد کې مري. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که په دې برخه کې ځانګړې پاملرنه ونه شي ددغه هیواد په ځینو سمیو کې د میندو د مړینې کچه به نوره هم لوړه شي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په دې راپور کې په پاکستان کې ددغو مرستو د ځنډیدو د اغیزو په اړه ویلي چې د ۱.۲ میلیونو افغان کډوالو په ګډون ۱.۷ میلیونه وګړي به له ۶۰ څخه د زیاتو روغتیايي خدمتونو د مرکزونو د بندیدو سره به د ژوند د ژغورنې د جنسي او فزیکي روغتیايي حالت اړوند روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی له لاسه ورکړي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق هیله ښودلې چې د امریکا د متحده ایالاتو حکومت به د پرمختګ په برخه کې د خپل نړیوالې رهبرۍ موقف وساتي او ددې پرځای چې د ننګونو سبب شي د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق سره به د ښځو او د هغوی د کورنیو د کړاونو د کمولو په برخه کې کار ته دوام ورکړي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي چې بشرپاله خدمتونو وړاندې کولو ته د یوې ژمنې ادارې په توګه به خپلو شریکانو سره په ټولنو کې خپل کار ته دوام ورکړي.