هلمند کې د افغان پوځ هلیکوپټر بیړنۍ ناسته کړې، درې نظامیان وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په هلمند ولایت کې د افغان هوايي ځواکونو د یو هلیکوپټر د بیړنۍ ناستې په پېښه کې درې نظامیان وژل شوي دي.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ د اپریل په لومړۍ (وري ۱۲) په یو بیان کې ویلي چې دغه بلک هاک ډول هلیکوپټر تیره شپه د تخنیکي ستونزې له امله د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کېبیړنۍ ناسته کړې ده.

دفاع وزارت ویلي چې په دې پېښه کې د پولیسو دوه او د پوځ یو سرتیري وژل شوي دي.

د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطاالله افغان امریکا غږ ته وویل چې په پېښه کې د افغان ځواکونو درې منسوبین وژل شوي دي.

خو وسله والو طالبانو ادعا کړې چې هلیکوپټر د پوځي ‌عملیاتو په مهال دوی ویشتلی دی.

طالبانو ویلي چې هلیکوپټر په سیمه کې د بمبارۍ په نیت الوتنه کړې وه.

خو د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې د طالبانو له خوا د هلیکوپټر د ویشتلو په تړاو هېڅ نښې نښانې نه دي لیدل شوي.
دغه وزارت زیاته کړې چې د هلیکوپټر د بیړنۍ ناستې په تړاو څېړنې روانې دي.