د هلمند چارواکي: د بولان ځینې برخې بیرته له طالبانو نیول شوي

افغان سرتیري د هلمند نادعلي ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال.

تېره شپه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عملیاتو کې ځايي مقامات وايي چې د بولان ځيني برخې له وسله والو طالبانو څخه بیرته نیول شوي دي.

بولان د لښکرګاه ښار د درېیمي حوزې اړونده سیمه ده چې د ولایت ودانۍ په څلور کېلو متره کې موقعیت لري.

د بولان په سیمه کې پوځي عملیات د ځانګړو عملیاتو د قول اردو سرتیري مخ ته وړي چې په وینا یې تېره شپه يې د بولان ځيني برخې د وسله والو طالبانو له حضور څخه پاکي کړي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک نن سه شنبه اکتوبر۱۳(تلې۲۲) امریکا غږ ته وويل چې ګډ افغان ځواکونه له لاسه د وتلو سیمو د بیرته نیولو په موخه تېره شپه هوايي بریدونه کړي چې ۲۱ وسله وال طالبان پکښې وژل شوي.

ده وويل: "تېره شپه په بیلا بیلو سیمو کې لکه باباجي، نادعلي، ناوه، شهرا او نهر سراج کې د وسله والو د بریدونو مخه نیول شوې. هوايي بریدونو کې چې چاانجیر، نادعلي او ۶۰۱ شهرا باندي شوي ۲۱ وسله وال مخالفین وژل شوي. په مهمو سیمو کې تازه دمي او ځانګړي قوتونه ځای پر ځای شوي او هغه سیمي چې د تلفاتو د مخنیوي لپاره تکتیکي شاتګ ورڅخه شوی د بیرته نیولو لپاره به يې اقدام وشي."

خو د لښکرګاه ښار اوسیدونکي وايي چې تېره شپه يې بیاهم نا ارامه تېره کړه او د ډزو غږونه تر سهار پوري اوریدل کیده.

بلي خواته د لښکرګاه پر دوراهي باندې هم د جګړې له کبله د کندهار – هرات لویه لار تړل شوې وه چې لاهم ګڼ شمېر وسایط د لارې خلاصون ته منتظر پاته دي.

په ورته وخت کې د ملکي مرګ ژوبلي په اړه لاهم کره معلوماتو ته لاسرسی ستونزمن دی.

خو د هلمند د عامي روغتیا ریاست تائید کړه چې په تېرو دریو ورځو کې تر ۸۰ زیات ټپیان په لښکرګاه کې روغتونونو ته انتقال شوي چې لویه برخه پکښې ملکي وکړي دي.

خپله وسله والو طالبانو د هلمند د جګړو په اړه رسنیو ته کومه تبصره نه ده کړې.