د حزب الله ډلې د اسرائیل په 'یو پوځي مرکز بریدونه' کړي  

د لبنان حزب الله ډلې جنګیالي

په لبنان کې د حزب الله ډلې د سه شنبې په ورځ جنوري نهمه (مرغومې۱۹) وویل چې د اسرائیل د پوځ په یو مرکز یې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

د حزب الله ډله وايي چې دا برید په لبنان باندې د اسرائیل د بریدونو په ځواب کې شوی دی.

د اسرائیل په تازه هوايي بریدونو کې د حزب الله یو قومندان وسام طویل او څو ورځې مخکې د حماس ډلې مرستیال صالح العاروري ووژل شول.

د اسرائیل پوځ تائیدوي چې د «دښمن یوه الوتکه» د اسرائیل په شمال کې په يو پوځي مرکز کې غورځېدلې، خو وايي چاته مالي او ځاني زیان رسېدلی نه دی.

د حزب الله ډلې د شنبې په ورځ هم ویلي وو چې د اسرائیل د هوايي بریدونو په ځواب کې د اسرائیل په یو پوځي مرکز یې ۶۰ راکټونه توغولي دي.

د حزب الله ډلې مرستیال نعیم قاسم د سه شنبې په ورځ په یوې غونډې کې خبرداری ورکړ چې د «اسرائیل د وژونکو بریدونو لړۍ» د حزب الله جنګیالي ټکني کړي نه دي، بلکې مقاومت یې نور هم زیات شوی دی.

قاسم وویل چې طویل د حزب الله د رضوان په لوا کې په څو جبهو کې جنګېدلی و.

په همدې حال کې د لبنان رسنۍ وايي چې د اسرائیل هوايي ځواکونو د سه شنبې په ورځ د غندوره په سیمې کې یو موټر په نښه کړی. یوې امنیتي سرچېنې ویلي دي چې په دې برید کې د حزب الله درې جنګیالي وژل شوي دي.

د حزب الله ډله چې د حماس د ډلې ملګرې ده وايي د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهېسې طویل په اسرائیلي ځواکونو باندې د څو بریدونو مشري کړې وه.

د غزې د جګړې له پیل کېدو وروسته د اسرائیل او لبنان په سرحد کې ددواړو خواو ترمنځ د ډزو تبادلې کېږي.

راپورونه وايي چې د حزب الله ډلې د جنګیاليو او اسرائیل د پوځ ترمنځ په نښتو کې تر دې دمه په لبنان کې ۱۸۰ تنه وژل شوي، چې ۱۳۵ یې د حزب الله ډلې جنګیالي دي. په وژل شویو کې درې خبریالان هم شامل دي.

خو وسام طویل د لبنان تر ټولو لوړ پوړی مقام دی چې د حزب الله او حماس ترمنځ د جګړې له پيل وروسته وژل کېږي.