'طالبانو خوست کې د بهرنیو او افغان ځواکونو پر ګډ مرکز توغندي ویشتلي'

عکس (ارشیف) خوست ولایت

د خوست امنيتي چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د بهرنيو ځواکونو پر نظامي اډې وسله والو طالبانو راکيټي حمله کړې ده.

د خوست د امنيې قوماندان پاسوال محمد داؤد آمين نن چهارشنبه مارچ ۳۱ (وري ۱۱) امريکاغږ ته وويل،‌ چې دغه حمله پرون مازديګر څلور بجې د خوست ښار په جنوب ختيځه څنډه کې د چپمېن په نوم پر نظامي اډې چې په زاړه هوايي ډګر مشهوره ده، شوې ده.

هغه وويل، دوه مېزائيل پر ياده اډه توغول شوي خو له اډې بهر، يو د لنډي نومي کلي پر يو کور لګيدلی او دويم په يو پټي کې لوېدلی، خو زياته يې کړه چې ځاني زيان نه لري، مګر يو کور يې تخريب کړی دی.

په ورته وخت کې په ياده نظامي اډه کې د KPF يا د خوست ساتندويه ځواکونو مطبوعاتي دفتر په يوه خبرپاڼه کې هم د يادو توغنديو ويشتل تاييد کړي، خو ويلي يې دي چې له اډې بهر لګيدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي‌، چې وسله والو طالبانو د دغه توغندويي بريد په ترسره کولو سره‌ د دوحې له تړون څخه، چې پر اساس به يې پر بهرنيو ځواکونو بريد نه کوي، سرغړونه وکړه.

سرچينه وايي: "طالبانو په دې سره د دوحې تړون څخه په ښکاره توګه سرغوړونه کړې او دا ثابتوي چې دوی سولې ته ژمن نه دي او غواړي چې افغان وژنه او د افغانستان ورانونه جاري وساتي."

وسله والو طالبانو بيا د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې‌ چې پر ياده اډه ګڼ شمېر توغندي‌ ويشتل شوي او مرګ ژوبل هم لري، خو امنيتي چارواکو دا خبر رد کړی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې دغه بريد يې د ضربتيانو پر اډه کړی دی.

د دوحې له تړون وروسته، چې د تېر ۲۰۲۰ ميلادي کال د فبرورۍ په ۲۹ د قطر په مرکز دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ لاسليک شو، دا لومړی بريد بلل کيږي چې د طالبانو له لوري د بهرنيو ځواکونو پر اډې ترسره شو.

په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.