آیا په دولتي روغتونونو کې د ایډز ناروغانو درملنه کېږي؟

په کابل کې په ایچ ای وي ایډز اخته یو ناروغ چې د خپل نوم له اخیستلو ډډه کوي وايي، چې د خپل تشي د عملیاتو لپاره دولتي روغتون ته تللی وو خو روغتون کې یې درملنه نده شوې.

دا ځوان چې په ایران کې لومړۍ په نشه يي توکو اخته شوی وو او وروسته بیا د ستنې د تذریق له لارې په ایډز ناروغۍ اخته شوی وايي، په دولتي روغتونونو کې یې درملنه نه کیږي، یواځې خصوصي روغتون کې درملنه امکان لري.

هغه وایي چې په خصوصي روغتون کې د درملنې وسه نه لري.

دا ځوان امریکا غږ سره په مرکه کې وویل د افغانستان په کورنیو جګړو کې یې ایران ته د کورنۍ سره کډه کړې وه: "په ایران کې مو درانه کارونه کول او د کار په اوږدو کې په نشه یی موادو اخته شوم. ککړه ستنه مې وکاروله او په ایچ ای وي اخته شوم. اوس خپل وطن ته راغلی یم، نشه مې پرېښودلې او د ایچ ای وي ویروس پر ضد مې تداوي روانه ده. د تشي تیږه لرم خو دولتي روغتونونه مې عملیات نه کوي."

هغه وايي د کابل ابن سینا روغتون نه د رد جواب اخیستلو وروسته ورته د همدې روغتون یو ډاکتر له خوا وړاندیز وشو چې د هغه په شخصي روغتون کې به یې عملیات وکړي.

د هغه په وینا د دې عملیات لپاره ورنه ۵۰ زره افغانۍ غوښتل شوي دي.

بله خوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې دوی هېڅ ناروغ د یوې بلې ناروغی د درلودو لپاره نه ردوي خو په عمومي توګه د دغه شان ناروغانو د تداوي کولو په برخې کې ځینې ستونزې موجود دی.

د کابل ښار د تخصصي روغتونونو رییس ډاکټر نظام الدین جلیل امریکا غږ ته وویل موږ مکلف یو چې ټولو ناروغانو ته یو شان خدمات وړاندې کړو: "یو لړ ستونزې هم شته، ځینې وختونه د ډاکټر او ناروغ تر منځ سم افهام او تفهیم نه کیږي خو ټول ناروغانو ته باید په دولتي روغتونونو کې یو شان خدمات وړاندې شي."

ښاغلی جلیل دا هم وویل که یو ناروغ د ایچ ای وي او تور زیړي په شان بله ساري ناروغی هم ولري د عملیات پر وخت باید ورته د عادي ناروغانو په پرتله ډېر پام وشي.

له ایچ ای وي ایډز سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د ګډ پروګرام د اټکل له مخې اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۶۹۰۰ کسان په ایچ ای وي یا ایډز اخته دي او دغه وزارت له دغې ډلې یواځې ۲۷۰۰ تنه تشخیص او راجسټر کړي دي.