امریکا کې د ولسمشر مواخذه څنگه کیږي؟

د امریکا کانگرس دا واک لري چې د یوې ټاکل شوې تگلارې په پلې کولو سره ولسمشر د دندې نه لیرې کړي. د ولسمشر د دندې نه د لیرې کولو دې عمل ته مواخذه کیدل وایي.

د ولسمشر مواخذه د څو پړاونو په پوره کولو سره کیږي. ولسمشر دا حق لري چې د خپلې دفاع لپاره وکیل او شواهد وړاندي کړي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا په تاریخ کې لا تر اوسه پورې یو ولسمشر هم د مواخذې د لارې د دندې نه دی لیرې کړل شوی، د دریو ولسمشرانو ضد د مواخذې عمل ترسره شویدی. ولسمشر رچرډ نکسن د مواخذې د عمل د پیلیدو په دوران کې د خپلې دندې نه استعفی کړي وه.

د امریکا د کانگرس رئیسې نانسي پلوسي د سه شنبې په ورځ اعلان کړیدی چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ضد دې د مواخذې د جریان پیل کړل شي.

د امریکا اساسي قانون کانگرس ته د یو شخص د مواخذه کیدو واک ورکوي. لمړی د کانگرس غړي په دغه اړه خپله پریکړه او وروسته سنا په ولسمشر لگیدلې تورونه څیړي او د هغه د لیرې کولو او یا نه لیرې کولو پریکړه کوي.

د ولسمشر د لیرې کیدو نه وروسته د هغه مرستیال د ولسمشرۍ دنده ترسره کوي.

د امریکا کانگرس داسې درې ټکې په نښه کړیدي چې د هغې په اساس یو ولسمشر مواخذه کیدی شي.

د دغو ټکو نه یې یو د مالي گټو لپاره د خپل واک نه غلطه استفاده، د خپل واک نه ناوړه گټه پورته کول او غیر اخلاقي فعالیتونه ترسره کول هغه څه دي چې ولسمشر پرې خپله دنده بایللې شي. د ولسمشر مواخذه یو ډول سیاسي سزا گڼل کیږي او د جنایت سزا نه گڼل کیږي.