د لاس رسي وړ اتصالات

پلوسي د ټرمپ د مواخذه کیدو لپاره د تحقیقاتو اعلان وکړ


رپورټونه وایي چې ټرمپ د یوکرین نه د جو بایډن په اړه د تحقیقاتو غوښتنه کړیده
رپورټونه وایي چې ټرمپ د یوکرین نه د جو بایډن په اړه د تحقیقاتو غوښتنه کړیده

د کانگرس رئیسې نانسي پلوسي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مواخذه کیدو لپاره د رسمي تحقیقاتو اعلان وکړ.

د امریکا د دیموکرات گوند ځینې غړي د هغې نه وروسته چې د ولسمشر ټرمپ په اړه داسې رپورټونه خپاره شول د یوکرین د حکومت نه یې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې مرسته غوښتې وه، د هغه د مواخذه کیدو هڅې کوي.

رپورټونه وایي چې ولسمشر ټرمپ د یوکرین د ولسمشر نه غوښتي و چې د ولسمشرۍ مقام ته د دیموکرات گوند لخوا د یو کاندید جو بایډن په اړه دې ورسره په تحقیقاتو کې مرسته وکړي.

ولسمشر ټرمپ په خپل ټویټر دغه د ولسمشر ځورول بللي دي، هغه په پرله پسې دریو ټویټونو کې د دیموکراتانو لخوا د هغه د مواخذه کیدو په اړه رپورټونه وغندل.

د نانسي پلوسي د دغه اعلان نه وروسته ښیي چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات چې د ٢٠٢٠ کال د نومبر په میاشتې کې به وشي، د دیموکرات او د جمهوري غوښتونکي گوند ترمنځ اختلافات لا ژور شي.

XS
SM
MD
LG