څنګه ځان او نور له زکام څخه وساتو؟

کافي خوب او استراحت د روغتیا لپاره ګټور دي

په ژمي کې د ډېرو انسانانو لپاره یوه لویه ستونزه زکام وي چې هم پرې اخته کس رنځېږي او هم یې شاوخوا نورو کسانو ته یو روغتیايي خطر پېښ وي.

خو که ځينې روغتیايي ټکي په پام کې ونیول شي، هم ځان او هم نور له دغې ناروغۍ څخه ساتلای شو.

طبي څېړنو ښودلې ده چې د ۲۰ ثانیو لپاره په اوبو او صابون باندې د لاسونو وینځل د تنفسي ناروغیو خطر په سلو کې شل سلنه کموي. که اوبه او صابون نه وي، په هغو مایعاتو، چې الکول لري، د لاس وینځل د هغو ویروسونو او میکروبونو د خپرېدو مخه نیسي چې زکام زېږوي.

په مخ لاس نه وهل او په خولې کې ګوتې نه وهل بله هغه طریقه ده چې د میکروب د انتقال مخه نیسي، ځکه چې ګوتې په هر حالت کې میکروب انتقالولای شي او د خولې او پوزې له لارې د ویروس د انتقال خطر زیات وي.

د هغو برخو وینځل او له میکروبونو څخه یې پاکول د انتاني ناروغیو د انتقال مخه نیسي. میکروبونه څو ساعتونه او ان څو ورځې په چاپېریال کې ژوندي وي. د دفتر د کار میز، د اشپز خانې میز، د دروازو دستګیرونه او د ورزشي ځایونو په څېر عمومي ځایونه د میکروبونو د خپرېدو ځایونه دي.

له همدې کبله باید دا ډول ځایونه او سیمې د میکروب ضد په موادو باندې ووینځل شي او پاک کړل شي. همدغه راز تیلیفونونه، د تلویزون ریموټونه، چاپیانې او داسې ځینې نور وسائیل هم باید په میکروب ضد موادو باندې پاک کړل شي، چې میکروب انتقال نشي.

که په کور کې مو کس زکام وي، هغه ټول لباسونه، دسمالونه، کمپلې او نور وسائیل چې دغه کس یې کاروي او لمس کوي، باید په ګرمو اوبو او صابون سره ووینځل شي. هغه کس چې دا لباسونه انتقالوي او یا یې وینځئ، هڅه دې وکړي چې ورسره لاس ونه وهي او له انتقال څخه یې سمدستې وروسته دې خپل لاسونه په اوبو او صابون ووینځي.

هغه وسائيل چې په زکام اخته کس ورسره لاس وهي او لمس کوي،‌ باید له نورو سره شریک نشي.

کله چې زکام یاست، هڅه وکړئ چې ډېر څښاک وکړئ، چای، د چرک یخني او سوپ ډېر ګټور وي. په دې کار سره پوزه او ستونی نه وچېږي او هم بلغم او تنفسي جهاز نرموي او په اسانه خارجېږي.

مایعات همدغه راز په بدن کې د وینې جریان ښه کوي او له ویروس سره ښه مقابله کوي. هر انسان باید حد اقل د ورځې اته ګیلاس اوبه وڅښي.

ښه او ژور خوب د روغتیا لپاره ډېر ګټور وي. طبي څېړنو ښودلې هغه انسانان چې له اوو ساعتونو څخه کم خوب کوي، د نورو په پرتله په زکام ډېر اخته کېږي. له همدې کبله ډاکټران وايي هغه کس چې په زکام اخته وي، باید ډېر او ښه خوب وکړي چې د بدن محافظتي سیستم یې له ویروس سره د مقابلې جوګه شي.

همدغه راز د هغو خوړو خوړل چې ويټامین سي او نور منرالونه او ویټامینونه لري، د بدن ایمني سیستم قوي کوي. څېړنو ښودلې ده چې په زکام کې د زینک او ویټامین ډي استعمال د دغې بیمارۍ په کمولو کې پام وړ رول لوبوي.

د دې ترڅنګ د زکام او انفلونزا واکسین کول هم د دغې ناروغۍ په مخنیوي کې مهم رول ادا کوي. تر شپږو میاشتو ورپورته عمر لرونکي انسانان او په ځانګړي ډول زاړه باید د ژمي تر رسېدو مخکې دا واکسین وکړي.

په ژمي کې د ویروسونو د انتقال یو دلیل دا ګڼل کېږي چې خلک په کورونو او نورو سرپټو ځایونو کې ډېر وخت تېروي، له همدې کبله د کورونو کړکۍ که د لږ وخت لپاره هم وي، باید پرانیستل شي او همدغه راز د باندې په ازادې فضا کې ګرځېدل د سږو د صفا کېدو لامل کېږي. که دا کار نشی کولای او یا ممکن نه وي، په کوټه کې دننه د هوا تصفیه کوونکې ماشین او دستګا ولګوئ او په خاص ډول هغه دستګاوې چې ویروسونه تصفیه کوي.

باید له هغو خلکو څخه هم لېرې واوسو چې بیماران دي، دا کار هم د ویروس د انتقال په مخنیوي کې مهم دی. په زکام اخته کسان هم باید هڅه وکړئ چې کار، عمومي ځایونو، جوماتونو او نورو دا ډول ځایونو ته ولاړ نشي، که ځي هم باید د ویروس دانتقال د مخنیوي لپاره ماسک وتړي او د ټوخي په وخت کې خپله خوله په دسمال او یا خپل لاس پټه کړي.