د افغانستان د پخواني حکومت ښځینه پولیسې د ناوړه چلند او د طالبانو له خوا د ګواښونو سره مخ دي – راپور

د راپورونو له مخې په تیر جمهوري رژیم په موده کې شاوخوا درې زرو ښځینه پولیسو په کابل او ولایتونو کې د کورنیو چارو وزارت په تشکیلاتو کې په دنده بوختې وې.

د بشري حقونو د څار سازمان په افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته د رسیدلو دمخه او وروسته د پخوانیو افغان ښځینه پولیسو د وضعیت په اړه یو راپور کې ویلي چې ښځینه پولیسې د خپلو کورنیو له خوا د ګواښونو سربیره د طالب چارواکو د ګواښونو سره هم مخ دي، چې په کار دي هغه هیوادونه چې ددغو پولیسو په روزنه کې ونډه لرله د هغوی د بیا مشتیدو په برخه کې مرسته وکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د پنجشنبې په ورځ اکتوبر لسم (تلې ۱۹) د افغان ښځینه پولیسو د وضعیت په اړه د "دوه ګونی خیانت: د افغان ښځینه پولیسو په وړاندې تیر او اوسني ناوړه چلند" تر عنوان لاندې دغه ۲۶ مخیزه راپور د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې د طالبانو د چارواکو ګواښونه مستند کړي چې د راپور پر اساس ډیرې پخوانۍ ښځینه پولیسې یې د پیژندل کیدلو له ویرې پټیدو ته اړ کړې دي.

په دې راپور کې ویل شوي: "د امریکا متحده ایالاتو، کاناډا، جرمني، جاپان او د اروپايي ټولنې هیوادو په ګدون، هغو هیوادونه چې د افغان پولیسو په لیکو کې یي د ښځو د روزلو او ګمارلو د پروګرامونو ملاتړ کاوه، باید د هغو افغان میرمنو ملاتړ وکړي چې پناه غوښتونکي دي او د کډوالو بیا میشتیدنې لپاره دې دغو میرمنو ته لومړیتوب ورکړي".

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د افغانستان چارو څیړونکې فرشته عباسي ویلي: "له افغان ښځینه پولیسو سره دوه ګونی خیانت شوی، لومړی د پخواني افغان حکومت له خوا چې د دوی پر وړاندې یې د درنو جنسي تیریو اجازه ورکړې وه چې مسوولین یی مسوول و نه ګنل شول، او بیا د هغو هیوادونو له خوا چې دا ناوړه ګټه اخیستنه یې له پامه غورځولې او نه غواړي چې د خوندیتوب په لټه کې ښځو ته پناه ورکړي یا هغوی په خپله خاوره کې یی میشت کړي."

فرشته عباسي زیاته کړې: "واک ته د طالبانو د رسیدو راهیسې، پخوانۍ ښځینه پولیسې مجبوره شولې چې وتښتي وروسته له دې چې طالب چارواکو هغوی وګواښلې د هغوی د کورنیو غړو له خوا چې د پولیسو په توګه د هغوی د کار سره مخافې وې هم تاوتریخوالی زیات شو. "

دا راپور له هغو ښځو سره چې د پخواني حکومت پر مهال یې د پولیسو دنده لرله، د ۲۴ تنو سره د مرکو پر بنسټ جوړ شوی، چې په کې د افغانستان په پنځو ولایتونو کې له ۱۰ ښځو سره په حضوري توګه او د ۹ ښځو سره په غیر حضوري توګه مرکې او په امریکا، سویډن، ایټالیا، ایران، او پاکستان کې ۵ غیر حضوري مرکې ترسره شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې په دې اړه یې د ملګرو ملتونو له پخوانیو او اوسنیو چارواکو او د مدني ټولنې له فعالانو سره چې دغو مسایلو سره آشنایی لري، هم مرکې کړې دي.

په دې راپور کې ویل شوي: "پخوانیو ښځینه پولیسو وویل چې د طالب چارواکو له خوا یي ډارونکي تلیفوني تماسونه ترلاسه کړي، چې هغوی [ښځینه پولیسې] دې د پوښتنو لپاره حاضر شي او د پخوانیو کارونو په اړه د نامعلومو پایلو خبرداری یی ورکړی. ګن شمیر پخوانۍ ښځینه پولیسې او د محبسونو ښځینه چارواکي وژل شوي، ظاهرا د خپلو خپلوانو له خوا چې باور لري د دوی کار کورنۍ یی"شرمنده" کړې. طالبانو د دغو وژنو په اړه کره څېړنه نه ده کړې.".

دغو ښخو همدا راز د بشري حقونو د څار سازمان ته ویلي چې طالبانو د دوی د کورونو په ناوړه توګه تلاشي کړي چې کله ناکله یې د دوی خپلوان ځورولي او شخصي ملکیتونه یې زیانمن کړي دي.

د پخواني حکومت په موده کې:

په دې راپور کې د پولیسو یوې پخوانۍ صاحب منصبې له قوله د یوې پیښې یادونه شوې چې د پخواني حکومت په وخت کې پیښه شوی وه. : "د ولسوالۍ امنيه قوماندان د شپې کور ته راغى او په هغې يې جنسي تېرى وکړ. د هغې میړه هغه ورځ بهر وو. هغې زما په مخ کې ژړل. هغې وویل چې هغه نشي کولی رسمي شکایت درج کړي ځکه چې ویره لري چې میړه به یې طلاق ورکړي او د خپلو ماشومانو سرپرستي به له لاسه ورکړي."

هغې ویلي، "که تاسو له بهر څخه وګورئ هر څه سم ښکاري؛ خو د هغو کسانو لپاره چې دننه یې کار کړی، وضعیت بیخي بل ډول و. ما په خپلو سترګو ولیدل چې ساتونکي ښځې یی ځورولې، ودرولې او حتی لمس کولې. ... زما د حوزې د استخباراتو آمر ما سره بد چلند وکړ. هغه ماته وویل چې هغه کولی شي هر هغه څه وکړي چې هغه یې زما سره وغواړي".

د طالبانو واک ته د رسیدو څخه را پدې خوا:

یوې پخوانۍ ښځینه پولیسې د یو پټ ځای څخه د بشري حقونو د څار سازمان ته ویلي: "ما ته د طالبانو له خوا زنګ راغی او ويل يې چې بېرته خپلې دندې ته لاړه شم. ما دوی ته جعلي نوم ورکړ، مګر دوی په دروغو تورنه کړم او ویې ویل چې زه باید په هر قیمت خپل کار ته حاضره شم. زه وډاره شوم او تلیفون مې پرې کړ. یو ځل بیا، ما یو تلیفون ترلاسه کړ او دا ځل یی ما ته وویل، 'ایا تاسو پخپله راځئ، یا موږ درشو او تاسو د ویښتو ونسیو او تاسو راوړو؟".

یوې بلې پخوانۍ ښځینه پولیسې د یو پټ ځای څخه وویل : "زه په تلیفون کې ګواښل شوی یم، او هره ثانیه یو ګواښ دی. ... کله چې زه بازار ته لاړه شم، ماسک او عینکې اغوندم ترڅو هیڅوک ما ونه پیژني. ... که خلک پوه شي، کیدای شي ما طالبانو ته وسپاري چې ما د پولیسو لپاره کار کاوه ."

دغه سازمان ویلي چې د ښځینه پولیسو پر وړاندې دې ناوړه سرغړونو پراخه ماهیت لږ تر لږه د ۲۰۱۳ راهیسې ښه پیژندل شوی و، د هغو هیوادونو په شمول چې د تیر حکومت ملاتړ یې کاوه، مګر د ناوړه ګټه اخیستنې مسؤل پولیس افسرانو سره هیڅ ډول حساب و نه شو.

په دې راپور کې ویل شوي چې د ښځینه پولیسو په ګډون هغه ښځې چې د پخواني حکومت په وخت کې د ملکي کارکوونکو په توګه ګمارل شوې وې، خپلې دندې له لاسه ورکړې کله چې طالبانو واک ترلاسه کړ، په داسې حال کې چې طالبانو یو شمېر ښځینه پولیسو ته امر کړی چې په ټاکل شویو سیمو کې دندې ته ستنې شي، چې په کې په پوستو کې د ښځو تلاشي کول او د ښځینه بندیانو ساتنه شامله ده، اکثریت یې د بدیل معشیت موندلو لپاره د ستونزو سره لاس او ګریوان دی. دا سازمان وايي چې د افغانستان اقتصادي سقوط په ځانګړې توګه پخوانۍ ښځینه پولیسې سختې ځپلې دي.

ددغه راپور له مخې زیات شمیر ښځینه پولیسې ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان ته تښتیدلي دي او یا یې نورو هیوادونو کې د پناه اخیستلو هڅې کړې دي.

د مرکه شویو میرمنو ډیرو یې د اوږدې مودې رواني رنځ او صدمې راپور ورکړی چې د ناوړه ګټه اخیستنې څخه یې تجربه کړې مګر د مناسب رواني ټولنیز ملاتړيې نه دی موندلې او یا یې مالي توان یی نه درلود.

په راپور کې ویل شوي: "طالبان باید د پخوانیو پولیسو او نورو هغو ښځو په وړاندې ټولې ځورونې او ګواښونه پای ته ورسوي چې د پخواني حکومت لپاره یې کار کاوه او د تاوتریخوالي پېښې په موثقه توګه وڅېړي. هغه هیوادونه چې پخوا یې د امریکا په ګډون د افغان پولیسو په لیکو کې د ښځو د روزلو او ګمارلو له پروګرامونو ملاتړ کاوه، اوس باید د هغوی پناه غوښتونکو ملاتړ وکړي او د کډوالو د بیا میشتیدنې لپاره دې ښځو ته لومړیتوب ورکړي".

دا راپور وايي چې د امریکا متحده ایالات باید ډاډ ترلاسه کړي چې هغه ښځینه پولیسې چې په افغانستان کې پاتې دي یا په موقتي توګه په دریم هیواد کې چې د متحده ایالاتو څخه محافظت غواړي باید لږ تر لږه د نورو زیان منونکو کټګوریو په څیر د بیا میشتیدنې وړ وګڼل شي. برتانیا، اروپايي ټولنه او غړي هېوادونه یې کاناډا او جاپان باید د افغان کډوالو لپاره د کډوالو د اوسېدو ظرفیتونه زیات کړي، او د خطر سره مخ ښځو ته لومړیتوب ورکړي.

عباسي وویل، "د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو ظلمونه په تیره بیا پر پخوانۍ ښځینه پولیسو دوه برابره سخت تمامیږي. هغه حکومتونه چې د افغان پولیسو په لیکو کې ښځې تمویل کولې او روزلې باید پر طالبانو فشار راوړي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې ټول تاوتریخوالی پای ته ورسوي. "