بنیت: افغانستان کې د بشري‌ حقونو وضعیت د استبداد په لوري درومي 

ملګري ملتونه وايی چې د طالبانو نظام کې بشري حقونو وضعیت خراب دی

په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنیت وايي چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ترینګلی دی او دا وضعیت «د استبداد په لوري» روان دی.

ښاغلي بنیت د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۱۲ (وږې۲۱) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د بحراني وضعیت په اړه د اساسي تغیراتو غوښتونکی شو.

هغه وویل: «د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د حقونو په اړه جدي شاتګ، په مخالفانو او منتقدانو باندې غچ اخیستونکي بریدونه او د بیان د ازادۍ ځپل د استبداد په لوري نزول دی.»

نوموړي تر دې مخکې هم ویلي‌ وو چې طالبان د نجونو او ښځو د حقونو په اړه بدل شوي نه دي.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته ملګرو ملتونو ریچارد بنیت وګماره چې په افغانستان کې د بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه راپورونه ورکړي.

په همدې حال کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو په چارو کې د متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د ښځو او نجونو په اړه د «طالبانو ظالمانه او تخریبي» پالیسي د توجیه وړ نه ده او په خبره یې د نجونو د ښوونځيو تړل کېدل په دین او کلتور پوري اړه نلري.

طالبانو د واک له ترلاسه کولو وروسته تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو لېسې وتړلې چې نړیوالې ټولنې د طالبانو دا دریځ غندلی دی.