بشري حقونو څار سازمان: نړۍ افغان میرمنې هیرې کړې، طالبان باید ځواب ووایي

د بشري حقونو د څار سازمان وايي اکثره افغان میرمنې په خپلو کورونو کې د بندیانو په توګه ساتل کیږي او په دغسې شرایطو کې به دا د خیرانتیا خبره نه وي چې د ښځو ترمنځ د ځان وژنې کچه مخ په زیاتیدو ده.

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د ښځواو د بشري حقونو د څانګې مشرې هیدر بار له حکومتونو غوښتي چې په افغانستان کې دې د افغان میرمنو او نجونو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او نړۍ باید چې طالبان ځواب ویلو ته چمتو کړي.

د هیدر بار د وینا له مخې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ به د جون د روانې میاشتې په ۱۸ (جوزا ۲۹) دغې شورا ته د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خپل وروستی راپور وړاندې کړي.

د هیدربار د وینا له مخې ریچارد بنیټ په دغه راپور کې په جدي ډول له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو په وړاندې د خپلو کړنو په اړه چې هغه جنایات بللي ځواب ویوونکي اوسي.

دغه راپور کې په افغانستان کې "د بنسټیز شوي تبعیض سیستم، جديوالی او د ښځو او نجونو انساني کرامت څخه انکار" په تړاو څیړنې شوي دي.

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د ښځو د بشري حقونو د څانګې مشرې هیدر بار د سه شنبې د ورځې ناوخته جون ۱۱(جوزا ۲۲) په یوه اعلامیه کې د افغان میرمنو وضعیت په نړۍ کې د بشري حقونو په برخه کې ترټولو یو جدي بحران په توګه یاد کړی او ویلي چې د ښځو وضعیت په پرله پسې ډول په دغه هیواد کې مخ په خرابیدو دی.

په اعلامیه کې ویل شوي: "طالبان لا هم د سپکاوي ډکو حکمونواو فرمانونو صادرولو ته دوام ورکوي او شته حکمونه او فرمانونه لا سختوي. طالبانو د مارچ په میاشت کې فرمان خپور کړ چې ښځې په اصطلاح د اخلاقي جرمونو لکه د واده بهر د جنسي اړیکو ټینګول او له کور څخه تیښته - اکثره د کورني تاوتریخوالي څخه ځان بچولو لپاره ترسره کیږي – سنګساروي".

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو راهیسې طالبانو د لومړنۍ دورې پورته دورو کې نجونې له زده کړو محرومې کړي او کاري فرصتونه یې ورڅخه اخیستي او هم یې د ښځو او نجونو پرازاد تګ راتګ او د ژوند پر نورو اړخونو محدودیتونه لګولي دي.

د هیدربار د وینا له مخې هغوی اکثره په خپلو کورونو کې د بندیانو په توګه ساتل کیږي او په دغسې شرایطو کې به دا د خیرانتیا خبره نه وي چې د ښځو ترمنځ د ځان وژنې کچه مخ په زیاتیدو ده.

هیدر بار ویلي چې ریچارد بنیټ د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو دا توپیري چلند د بشریت پر وړاندې جنایت ګڼلی دی. میرمن بار ویلي: "دا پخپله په افغانستان کې پر ملکي وګړو یوه پراخه او سیستماتیکه حمله ده".

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د ښځود بشري حقونو د څانګې مشرې ټینګار کړی چې ریچارد بنیټ د افغان میرمنو د حقونو د فعالانو د غوښتنو په تړاو د جنسیت پر بنسټ تبعیض په رسمیت پیژندل او تدوین د اقداماتو غوښتنه کړې چې د نړیوالو قوانینو پراساس یو جنایت دی.

د بشري حقونو د څار د سازمان دغې چارواکې د وینا له مخې همداشان ریچارد بنیټ په دغه راپور کې د ښځو سره د طالبانود توپیري چلند له امله د عدالت په نړیواله محکمه کې د ښځو پر وړاندې د تبعیض د ټولو ډولونو د مخنیوي د کنوانیسون څخه د طالبانو د سرغړونو پر وړاندې د یوې دعوا د پرانیستلو وړاندیز هم کړی او هم یې د جنسي ځورونې په ګډون د جزا په نړیوالې محکمې کې د طالبانو د جنایتونو د څیړنې څخه ملاتړ کړی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې تر هغه مهاله چې په دې برخه کې د لمس وړ ثابت پرمختګونه چې په خپلواک ډول تائید شوي اوسي د هغې له ډلې د بشري حقونو معیارونه په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره نه وي رامنځ ته شوي طالبانو سره دې د اړیکو د عادي کیدو او دغې ډلې ته د مشروعیت د ورکولو څخه ډډه وشي.

هیدر بار ویلي: "افغان میرمنې او نجونې دا احساسوي چې نړۍ هغوی له یاده ایستلي دي او ځانګړی استازي د طالبانو د جنایتونوپه شدت کې هیڅ شک د هغوی پر خلاف نه پریږدي او هر هغه حکومت چې ادعا کوي چې د ښځو حقونه ورته اهمیت لري باید چې طالبان ځواب ویلو ته چمتو کړي".

د بشري حقونو د څار سازمان په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه دا اعلامیه په داسې حال کې خپره کړې چې همدا د تیرې دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې تل د ښځو د حقونو اړوند مسایل د رژیمونو او نسلونو لپاره یوه مهمه مسله وه، خو کوم ظلم چې په دغه هیواد کې د افغان میرمنو او نجونو حقونو پر وړاندې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې وروسته واک ته د طالبانو بیا رسیدلو راهیسې روان دی، پر نسلونو باندې د اغیزې له امله بې ساری دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د دوشنبې په ورځ جون لسم (جوزا ۲۱) په یو تفصیلي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو روان بشري وضعیت د جنسیت د برابرۍ په برخه کې په نړیواله کچه د هدفي لاس وهنو لپاره په بې ساري توګه ننګونې را مخې ته کوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي په داسې حال کې د طالبانو د پیژندلو په برخه کې د ټولنې لپاره د جنسیت په تړاو ظلم اساس دی، خو افغان میرمنو په ډیر ناسم چاپیریال کې په تیرو نږدې دریو کلنو کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د خپلو ټولنو د خدمت لپاره د حقونو غوښتلو لپاره مبارزې ته په میړانه دوام ورګړی دی.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشرې الیسون داویدیان په دې اړه ویلي: "افغان میرمنې یو فوق العاده مقاومت له ځان څخه ښيي. د نه باور کیدونکو ګواښونو سره د مخامخ ګواښونو سره سره افغان میرمنې د سازمانونو اداره کولو، کسب وکار او خدمتونو وړاندې کولو ته دوام ورکوي. په کاردي چې مونږ باید د هغوي پر مقاومت پانګونه وکړو."

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د مدني ټولنې ادارو پیاوړتیا ته اړتیا ده په کاردي ملګري ملتونه دوامداره او د تطبیق وړ بودیجه برابره کړي ترڅو دا ډاډ ترلاسه شي، چې لږ ترلږه ۳۰ فیصده افغانستان سره مالي مرستې هغو نوښتونو ته ځانګړې شي چې هدف یې په دغه هیواد کې د جنسیت د برابرۍ او د ښځو د حقونو څخه ملاتړ دی، افغانستان کې د جنسیت د برابرۍ د مستقیم تمویل په برخه کې اړتیا لیدل کیږي.