د لاس رسي وړ اتصالات

مک کینزي: د دوحې تړون د افغان حکومت د ړنګیدو لامل شو


د دوحې تړون د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه په قطر کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو.
د دوحې تړون د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه په قطر کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) پخواني قوماندان، متقاعد جنرال فرانک مک کینزي ویلي، چې واشنګټن د دوحې په تړون کې "د خبرو اترو تر ټولو بدې تېروتنې" کړې چې د نوموړي په خبره، پایله یې د [پخواني] افغان حکومت د ړنګیدو لامل شو.

مک کینزي چې پخپله یې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو چارې سمبالولې، له سي بي ایس خبري اژانس سره په یوې مرکې کې چې د یکشنبې په ورځ، جون دویمه (غبرګولي ۱۳مه) خپره شوه، د دوحې د تړون په چوکاټ کې د امریکا د حکومت پر کړنو نیوکه وکړه.

هغه وویل: "د دوحې تړون هغه عملیاتي میکانیزم و چې افغانستان او افغان حکومت یې ړنګ کړ، ځکه دوی [افغانانو] ولیدل چې موږ په هر قیمت وتلو ته لیوال وو. فکر کوم چې دا د افغان حکومت لپاره یو ډیر مهم او کمزوری کوونکی څیز وو."

نوموړي وویل، د امریکا متحده ایالتونه او په ځانګړې توګه د جوبایډن اداره کولای شوای چې له دې تړون څخه ډیر څه ترلاسه کړي، خو د هغه په وینا، له هغه (دوحې تړون) څخه له افغانستان څخه د "امریکایي سرتیرو د وتلو مهال ویش" په توګه ګټه واخیستل شوه.

د دوحې د تړون له مخې باید په افغانستان کې مېشت ټول بهرني ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د مې تر پایه له دغه هېواده وتلي وای، خو جوبایډن د ۲۰۲۰ کال د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو له ګټلو وروسته، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو مهال وېش وځنډاوه. تر هغه چې د اګسټ په ۳۰مه پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنیدو دوې اوونۍ وروسته، ټول امریکايي پوځیان له هغه هېواده ووتل.

جنرال مک کینزي وویل، چې د دوحې په تړون کې داسې ټکي موجود وو چې که‌ په پام کې نیول شوې وای، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په بدل کې به یې طالبان ځینې مشخصو اقداماتو ترسره کولو ته اړ کول، خو د نوموړي په وینا، امریکا، طالبانو دې کار ته اړ نه کړل.

جنرال مک کینزي کله چې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) مشر و، په افغانستان کې د یو شمېر امریکايي پوځیانو د حضور سپارښتنه کړې وه. نوموړي‌ هغه مهال خبرداری ورکړی و،‌ چې له دې پرته به افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په یوازې سر د افغانستان د دفاع توان ونه لري او له منځه به لاړ شي.

د دوحې تړون له مخې، چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه په قطر کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو، طالبان باید د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو په بدل کې د القاعده په ګډون له ټولو تروریستي ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي، په افغانستان کې د داعش ډلې پر ضد جدي اقدامات وکړي، د ښځو د حقونو په ګډون بشري حقونو ته درناوی وکړي او همدارنګه له افغان حکومت سره د یو ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره خبرې اترې پیل کړي وای.

طالبانو چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، یو واحد قومي حکومت یې جوړ کړ او د لسګونو فرمانونو په صادرولو سره یې د کار او زده کړو د حق په ګډون د ښځو حقونه یې ورڅخه واخیستل او د معتبرو نړیوالو راپورونو له مخې، لا هم یې د القاعدې په ګډون د ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي نه دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG