ګوتیریش: د افغان نجونو د ښوونځیو تړل د بشري حقوقو څخه ناحقه سرغړونه ده

د ملګرو ملتونو عمومي منشي یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګیو بندېدو په اړه اندېښنه ښودلې او یاده پرېکړه یې د ټول هیواد په زیان بللې ده.

انتونیو ګوتیریش د شنبې په ورځ اپرېل دوهمه (وري ۱۳) پر خپل ټویټر پاڼه د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو بندېدل له بشري حقوقو څخه نه توجیه کېدونکې سرغړونه بللې ده.

نوموړي زیاته کړې: "زه ډېر خواشینی یم چې تر شپږم پورته د نجونو ټولګي ځنډول شوي دي، دا له مساوي حقوقو څخه ښکاره نه توجیه کېدونکې سرغړونه ده چې د ټول هیواد په زیان ده."

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي چې د افغان ښځو او نجونو له حقوقو څخه ملاتړ، ماشومان له لوږې او ټولنه له فقر څخه ژغوري.

که څه هم د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي و چې د نوي تعلیمي کال په لومړۍ ورځ به د نجونو او هلکانو پر مخ ټول ښوونځي پرانیستل شي، خو د طالبانو د پوهنې وزارت وروسته په یوې اعلامیې کې وویل چې د نجونو تر شپږم پورته ټولګي به تر امر ثاني پوري بند وي.

د طالبانو د پوهنې وزارت په ښکاره د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو درسونو ځنډولو لپاره دوه دلیلونه وړاندې کړي دي.لومړی د شریعت مطابق د شرایطو برابرېدل او دوهم د افغاني دود او کلتور مطابق فضا رامنځته کېدل، خو د دغه معیارونو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

تر دې مخکې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي و چې د نجونو د ښوونځیو تر پرانیستلو مخکې باید ځینو «عملي ستونزو» ته رسیدګي وشي.

په افغانستان کې تر شپږم پورته د نجونو ټولګیو بندېدل له پراخو غبرګونونه سره مخ شول،د امریکا متحده ایالاتو، کاناډا، فرانسې، ایټالیا، ناروې او برتانیې په یوې ګډې اعلامیې کې د طالبانو دغه اقدام غندلی و او د طالبانو له حکومت يې غوښتي و چې خپل پرېکړه بیرته واخلي او د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.

د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت د بحښنې نړیوال سازمان اندیښنه

پر همدې مهال د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته ښځې او نجونې له ټولو برخو په ځانګړي ډول د زده کړو او پرمختګ او دولتي بنسټونو کې له کار او رسنیو څخه لیري شوي دي.

د دغه سازمان په وینا مخکې په افغانستان کې ۳۶ سلنه د رسنیو کار کونکی، ۲۸ سلنه د پارلمان غړې، والیان او د والي مرستیالانو ښځې وي، خو وايي، د طالبانو تر راتګ وروسته هغوی ټول له دغه برخو څخه لیري شوي دي.

یاد سازمان ویلي: "ډیره مهمه ده چې له طالبانو سره مذاکراتو او خبرو کې، د ښځو او نجونو حقوق موضوع په یوې غیر قابل مذاکره موضوع بدل شي.دا کیدایشي وروستی فرصت وي چې ترڅو دا ډاډ تر لاسه کړو چې د دغه هیواد نیمايي وګړي د تل لپاره له صحنې څخه نه وزي."

د بخښنې نړیوال سازمان همدارنګه د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې د ښځو د حقوقو زیات شمېر فعالانې له ګواښ، نیونو او اختطاف سره مخ دي او همدارنګه یو شمېر ښځو چې به تیر حکومت کې کار کوی په مرموز ډول وژل شوي دي، خو د طالبانو حکومت د بخښنې نړیوال سازمان د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.