د کرکټ نړیواله شورا وايي چې د ۲۰۱۱ د کرکټ د یوې ورځنیو سیالیو په پایلوبه کې، چې د هند او سریلانکا ترمنځ وه، د فساد د ادعاو په اړه خبره شوې ده.
د کرکټ نړیوالې شورا د جمعې په ورځ جولاۍ۳ (چنګاښ۱۳) په یوې اعلامیې کې له ټولو خلکو غوښتي دي که په دغې لوبې کې د فساد په اړه هر ډول اسناد او شواهد لري، هغوی ته دې وسپاري چې په اړه یې پلټنې پیل کړي.
څو اونۍ مخکې د سریلانکا د سپورټ وزیر ادعا وکړه چې د سریلانکا د کرکټ ټیم د ۲۰۱۱ د نړیوال جام پایلوبه د پېسو په بدله کې پر هند بایللې وه. هغه ویلي وو چې د خپلې ادعا لپاره اسناد او شواهد هم لري.
خو د کرکټ نړیواله شورا وايي چې تر دې دمه له دغې شورا سره هېڅ ډول داسې اسناد او شواهد نه دي شریک شوي چې په هغې لوبې کې د فساد او درغلیو په اړه پلټنو ته لار پرانیزي.
په همدې حال کې د سریلانکا د کرکټ د لوبډلې د هغه مهال کپتان کمار سنګاکارا د سریلانکا د سپورټ له وزارت څخه غوښتي چې د خپلې ادعا په اړه اسناد او شواهد وړاندې کړي.
نوموړي په خپل ټویټر کې د سریلانکا د سپورټ له وزیر څخه غوښتي ديچې د خپلې ادعا په اړه دې ټول اسناد نړیوالې شورا ته وسپاري چې د فساد ضد کمېټه او د پولیسو څانګه یې په اړه پلټنې وکړي.
He needs to take his “evidence” to the ICC and the Anti corruption and Security Unit so the claims can be investigated throughly https://t.co/51w2J5Jtpc
— Kumar Sangakkara (@KumarSanga2) June 18, 2020
له دغې ادعا وروسته د سریلانکا د سپورټ وزارت کمار سنګاکار وروباله چې په دې اړه ورسره خبرې وکړې.
سیمه ییزې رسنۍ وايي چې پولیسو د سپورت په وزارت کې له ښاغلي سنګاکارا سره اته ساعته خبرې کړې.
تر دې دمه د هند کرکټ بورډ، چې د ۲۰۱۱ نړیوال جام یې ګټلی، څه نه دي ویلي.
په کرکټ کې تر دې مخکې هم د فساد او درغیلو ځینې پېښې شوي چې د کرکټ د نړیوالې شورا د فساد ضد څانګې ښکېلو لوبغاړو او نورو کسانو ته سزاوې ورکړي دي.
خو دا لومړی ځل دی چې د کرکټ د نړیوال جام په پایلوبې کې د دومره لوی فساد ادعا کیږي.