د لاس رسي وړ اتصالات

پر شکیب الحسن د فساد له کبله دوه کلن بندیز ولګید- کرکټ


شکیب الحسن د بنګله دېش د کرکټ د ملي ټیم کپتان دی
شکیب الحسن د بنګله دېش د کرکټ د ملي ټیم کپتان دی

شکیب الحسن په کرکټ کې د فساد په تور دوه کاله له لوبو بند شو.

د کرکټ نړیوالې شورا د بنګله دېش کپتان شکیب الحسن د فساد پر ضد د ناغیړۍ او دغې شورا سره د نه همکارۍ له کبله دوه کاله له کرکټ څخه بند کړ.

د کرکټ نړیوالې شورا د سه شنبې په ورځ (اکتوبر۲۹) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې شکیب الحسن د فساد ضد کمیټې ته د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په میاشت کې د بنګله دېش، سریلنکا او زمبابوې ترمنځ سیالیو پر مهال پر هغه د فساد د لګول شویو تورونو په اړه پوره معلومات نه دي ورکړي.

همدغه راز شکیب الحسن د ۲۰۱۸ کال د اپریل په میاشت کې په آی پي ال کې د خپلې لوبډلې سنرایزر حیدرآباد او کینګزایلیون پنجاب ترمنځ لوبې پر مهال هم د فساد د لګول شوي تور په اړه پور معلومات نه دې ورکړي.

اعلامیه وايي شکیب الحسن دغې کمېټې ته په دغو لوبو له هغه سره د یو لړ نیول شویو تماسونو او هغه ته د ورکړل شویو بلنو په اړه پوره معلومات نه دي ورکړي.

په سیالیو کې د شکیب الحسن د "فساد" په اړه ډېر معلومات ورکړل شوي نه دي، خو معمولآ لوبغاړي په لوبو کې د پېسو او نورو امتیازاتو په بدل کې په لوبو کې درغلي کوي.

شکیب الحسن ویلي"خواشینی یم چې له لوبو بند شوم خو دا منم چې د دغو پېښو په اړه مې د کرکټ نړیوالې شورا ته معلومات نه وو ورکړي. د کرکټ نړیواله شورا له لوبغاړو غواړي چې د فساد پر ضد کلکه مبارزه وکړي، او ما په دغه برخه کې خپل رول سم ادا نکړ." وایي دی نغواړي چې په کرکټ کې او لوبو کې دې فساد وي.

په اعلامیې کې د نړیوالې شورا د عمومي مدیر له خولې لیکل شوي دي: "شکیب الحسن یو نړیوال مجرب لوبغاړی دی چې په لوبو کې د فساد ضد په اړه یې د پوهاوي په ډېرو غونډو کې برخه اخیستې او خپل مسولیت پېژني. هغه باید د دغو پېښو په اړه راپور ورکړی وای."

نوموړی وايي دا چې شکیب الحسن خپله تېروتنه ومنله، پر هغه د لګولو شوي دوه کلن بندیز یو کال معاف شوی دی. شکیب الحسن د بنګله دېش د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان دی چې په آی پي ال او نړۍ په ډېرو نورو لیګونو کې هم لوبیږي.

XS
SM
MD
LG