آي سي سي: که نړیوال جام په تفریح ګټل کېده، افغانستان به یې مدعي و

آي سي سي ډ افغانستان د کرکټ د ستورو محمد شهزاد او راشد خان د نڅا یوې ویډیو ته لیکلي دې که نړیوال جام په تفریح وی نو افغانستان گټلو

د کرکټ نړیوالې شورا یوه ویډیو ټویټ کړیده چې پکې د افغانستان د کرکټ ستوري محمد شهزاد او راشد خان د هندي سندرې سره نڅا کوي، د آی سي سي دغه ټویټ کې لیکل شویدي چې که چیرته د نړیوال جام جایزه هغه چاته ورکړل شي چې زیاته تفریح کوی نو د افغانستان لوبډله څرگنډه گټونکي ده.

د کرکټ د نړیوالې شورا دغه ټویټ په یو څو ساعتونو کې په زرگونو ځله شریک کړل شو او همدغه ډول ترینه کتونکو خوند واخیستلو

په ویسټ انډیز کې د محمد شهزاد د نڅا یوه بله جالبه ویډیو چې څه موده مخکې خپره شوي وه، د مینه والو پام ځان ته اړولی و.

د افغانستان کرکټ ټیم د سریلانکا نه خپله لوبه وبایلله خو په ټولنیزو رسنیو د شهزاد او د راشد دغه ویډیو د مینه والو توجه راجلب کړي وه.