د ټاکنو قانون د تعدیل طرحه تاید شوه- ارګ

ارګ وايي دا کار د ولسمشریزو ټاکنو د لا ښه شفافیت په اړه شوی دی

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د حکومت له‌خوا د ټاکنو د قانون د تعدیلولو په غبرګون کې ویلي، چې دغه پرېکړه ځکه نیول شوې، چې په ټاکنو کې لاسوهنه وشي.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په خپل فیسبوک کې د ارګ اعلامیه خپره کړې ده. اعلامیه وايي چې د ټاکنو د قانون د تعدیل په غونډه کې د را روانو ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو، سیاسي بنسټونو او او نورو اړوندو ډلو استازو هم برخه اخیستې وه.

اعلامیه وايي چې په نوې طرحه کې د ټاکنیزو کمیسیونو د غړیتوب پر شرایطو، د مشرانو، مرستیالانو، منشیانو او نورو غړو د ټاکلو په څرنګوالي له خبرو او ظرونو له تبادلې وروسته د تعدیل طرحه ومنل شوه.

افغان حکومت وایي د راروانو جمهوري ریاست په ټاکنو کې د لا ښه شفافیت او اصلاحاتو را وستلو په خاطر د قانون د تعدیل وړاندیز شوی و.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل"د ټاکنو قانون پر تعدیل او ټاکنیزو اصلاحاتو کار جریان لري او پایله به یې غوره نظام او راتلونکي جمهوري ریاست او نور انتخابات وي چې په مخ کې یې لرو".

د ټاکنو کمیسیون غبرګون

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون دغه کمېسیون په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ټاکنو د قانون تعدیل" د جمهوري ریاست ټاکنو ځنډولو لپاره یوه بهانه" ده.​

د کمېسیون د ویاند مرستیال میرزا محمد حق پرست د دوشنبې په ورځ د «سلواغې پر۲۲مه»امریکا غږ ته وویل، چې د ټاکنو د قانون د تعدیل لپاره د ارګ په مقدماتي ناستو کې د کمېسیون هیڅ استازي ګډون نه درلود او نه هم دوی په دې اړه کومې ناستې ته بلل شوي وه.

هغه وویل "دوی به کمېسیون په جریان کې ایښی وه، چې وړاندیزونه او نظرونه یې د ټاکنو قانون په تعدیل کې موجود وای، چې یو ښه قانون منځته راغلی وای".

ښاغلي حق پرست ټینګار وکړ، چې ټاکنیز بنسټونو ته دا په هیڅ ډول د منلو وړ نه‌ده، چې د کمېسیون په چارو او د ټاکنو د قانون په تعدیل کې هر څوک د خپلو شخصي ګټو لپاره مداخله وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون، د انتخاباتو د قانون د تعدیدل موضوع په رسمي توګه سترې محکمې او له قانون څخه د نظارت کمېسیون ته لېږلې، چې له دوی سره خپل حقوقي نظریات شریک کړي.