هاګ کې پر اوکراین د روسیې د یرغل د پلټنو مرکز پرانیستل شوی

کیف او لویدیځو متحدینو یې د هالنډ په هاګ ښار کې یو نوی مرکز پرانیستی چې پر اوکراین د روسیې د یرغل په تړاو د روسي مشرانو د ممکنه جرمونو پلټنه وکړي.

په هاګ کې دغه دفتر "پر اوکراین د تیري د جرمونو د محاکمې نړیوال مرکز" نومول شوی او د چارواکو په وینا، پر اوکراین د یرغل اړوند د روسیې د مشرتابه د پریکړو په اړه شواهد راټولوي.

د اوکراین لوی څارنوال اندري کوستین ددې دفتر جوړولو "د عدالت په لور مهم ګام" بللی دی. هغه وویل: "متمدنه نړۍ نه یوازې غږ پورته کوي، بلکې د جدي اقداماتو له لارې ښيي چې د هر عمل په اړه حساب او کتاب مهم اصل دی."

په دې مرکز کې د اوکراین، اروپايي ټولنې او متحده ایالاتو څارنوالان هڅه کوي چې د روسیې پر ضد جنایي قضیه ترتیب کړي. دغه مرکز به په هاګ کې د جرمونو د نړیوالې محکمې تر څنګ کار کوي، چې لا دمخه د جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو څېړنې کوي، خو د تېري جرم پکې نه و شامل.

د لندن پوهنتون د حقوقو استاد او د نړیوال عدالت کارپوه فیلیپ سینډز پدې اړه وویل: "دا مسئله - یرغل، د یوې غیرقانوني جګړې د ترسره کولو پریکړه - د نړیوالې جنایي محکمې له واکه وتلې مسئله ده."

دا مطلب هم ولولئ زیلینسکي په اوکراین کې د جنګي جرمونو په اړه د ځانګړې محکمې د جوړېدو غوښتنه وکړه

د تیري جرم د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې د نورمبرګ د محاکمو په ترڅ کې د نازي مشرانو محاکمې ته ورګرځي چې د سولې پر وړاندې د جرم په نوم یاد شوی و.

اوس مهال هیڅ یوه داسې محکمه نشته چې دا ډول قضیه وڅېړي. خو لا نده څرګنده چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په ګډون مشران به پر اوکراین باندې د یرغل کولو په تړاو د تیري د جرم په تور محاکمه شي.

سینډز وايي: "دا هغه جرم دی، چې نور هم په نښه کولای شي. پدې معنې چې که چیرې جګړه نه وای، نو موږ به د جنګي جنایتونو او د بشریت ضد جرمونو په اړه خبرې نه کولې."

تمه کیږي چې د روسیې متحدین د نورمبرګ د محاکمې په څیر د نړیوالې محکمې په جوړیدو اعتراض وکړي.

سینډز وايي چې لا معلومه نه ده چې دا محکمه به کله جوړه شي. هغه زیاته کړه: "اصلي خبره دا ده چې په پایله کې کیدای شي دا د نړیوالې محکمې پر ځای یو ه اروپايي محکمه یا سیمه ایزه محکمه وي. او دا ممکن له دې سیاسي مسئلې څخه د وتلو یوه لاره وي."

اوکراين وايي، د روسيې د يرغل په تړاو يې تر ۴۰۰ زرو نه د ډېرو جرمونو مستند شواهد راټول کړي دي چې پکې د ملکي وګړو هدفي وژنې،د جنسي تیرو پېښې، شکنجې او د ماشومانو په ګډون د ملکي وګړو جبري بې ځایه کول شامل دي.

کیف هیله لري چې د جګړې د پیلولو پړه د روسیې د مشرانو پر غاړه واچوي خو مسکو د جنګي، بشریت ضد او د تیري د جرمونو تورونه ردوي.