د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي په اوکراین کې د جنګي جرمونو په اړه د ځانګړې محکمې د جوړېدو غوښتنه وکړه


د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د جمعې په ورځ مۍ پنځمه (غوايي ۱۵) د هالنډ په هاګ کې یوې نړیوالې ناستې ته وویل چې دی باوري دی چې د هغه روسي سیال، ولادمیر پوتین به خامخا پر اوکراین د مسکو د پوځي برید له کبله د جرمونو په نړیوالې محکمې (ای سي سي) کې محاکمه شي.

زیلینسکي چې"په اوکراین کې د عدالت له ټینګښت پرته سوله نه راځي" تر سرلیک لاندې د هاګ په نړیوالې ناستې کې خبرې کولې وویل: "په اوکراین د تر سره شوي جنګي جرمونو لپاره باید ځانګړې محکمه جوړه شي."

هغه زیاته کړه:" موږ ټول په هاګ کې د ولادمیر پوتین (د روسیې ولسمشر) لیدل د هغو جرمونو له کبله غواړو کوم چې نوموړ‌ي ترسره کړي دي."

په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې د روان میلادي‌کال د مارچ په میاشتې کې د اوکراین جګړې ته په زوره د ماشومانو د لیږلو له امله چې ددغه محکمې په اند، جنګي جنایت بلل کیږي، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیولو حکم صادر کړی و

خو په هاګ کې د پوتین د محاکمه کیدو چانس ډیر لږ دی، ځکه دغه محکمه د خپلو حکمونو د تطبیق لپاره د پولیسو ځواک نلري، او ډیر ناشونې ده چې د روسیې ولسمشر دې د جرمونو د نړیوالې محکمې ۱۳۳غړو هیوادونو ته سفر وکړي.

په ورته وخت کې د اروپا کمیسیون او ځینو نور هېوادونو ویلي چې پر اوکراین د روسیې د پوځي برید د څیړنې په موخه په لاهه کې د یوې ځانګړي محکمې ملاتړ کوي.

زیلینسکي هاګ ته د خپل سفر پر مهال وویل، ډاډه دی چې بریالی کیږي او دا کار کېدونکی دی.‌

بلخوا، روسیه چې د جرمونو د نړیوالې محکمې غړیتوب نلري، په پرله پسې توګه په اوکراین کې د پوځي یرغل پرمهال، جنګی جرمونه نه دي منلی د اوکراین جګړې ته د «ځانګړی پوځي عملیات» نوم ورکړی دی.

پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل لپاره د ځانګړي محکمې د جوړیدو غوښتنه پداسې حال کې کیږي،‌ چې له یوې خوا ددغه محکمې د اجرايوي او حقوقي اړخونو او دا چې د ملګرو ملتونو له خوا به په رسمیت وپیژندل شي، ګڼ شمېر پوښتنې او شکونه شته دي، او له بلې خوا د چهارشنبې پر ورځ د مۍ درېمه، د روسیې د جمهوري ریاست پر ماڼۍ د بې پیلوټه الوتکې برید تر سره شوه.‌

مسکو کیف تورن کړی چې د "یو پلان شوي تروریستي عمل په بنسټ" یې غوښتل چې ولسمشر پوتین ووژني، خو د اوکراین ولسمشر د کرملین دا خبره رد کړې ده چې ګنې دې به د دې کار مسئول وي. فرانس پرس د زیلنسکي له خولې لیکلي دي:"موږ په خپلې ځمکې کې جنګېږو او د خپلو کلیو او ښارونو څخه دفاع کوو."

XS
SM
MD
LG