امریکا پر یو شمیر ایراني او روسي څیرو او بنسټونو تازه بندیزونه ولګول

متحدو ایالتونو د سه شنبې په ورځ نومبر ۱۵ (لړم ۲۴) پر یو شمیر ایراني او روسي څیرو او بنسټونو، د اوکراین په جګړه کې له روسیې څخه د ملاتړ له امله، بندیزونه ولګول.

د امریکا د بهرنیو چارو او خزانې وزارتونو د ایران د هغو کمپنیو په ګډون چې بې پیلوته الوتکې یې تولید او روسیې ته لیږدولي دي، پر دریو ایراني بنسټونو بندیزونه لګولي‌ دي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویل شوي چې واشنګټن پر اوکراین د روسیې له بې موجبه برید څخه د ملاتړ له امله پر ایران تازه بندیزونه لګولي دي.

واشنګټن وایي مسکو د ایران له مرسته شویو وسلو څخه په اوکراین کې د ملکي بنسټونو او ښارونو په نښه کولو کې کار اخلي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د ایران د سپاه پاسداران پر هوایي ځواکونو چې احتمالا روسیې ته یې د ایراني ډرون الوتکو په ورکړه کې مرسته کړې ، هم بندیزونه لګول شوي دي.

د امریکا په دغو بندیزونو کې د قدس پر هوایي صنایعو چې د "مهاجر ۶" په نامه الوتکې جوړوي هم بندیزونه لګول شوي دي.

د ایران د شاهد هوایي صنایعو پر تحقیقاتي مرکز هم چې پر هدف د ځان ویشتونکو "شاهد ۱۳۶" ډوله ډرون الوتکو په ګډون، شاهد ډرون الوتکې جوړوي، بندیزونه لګول شوي دي.

متحده ایالات وایي روسیې له دغو ډرون الوتکو څخه په دې وروستیو کې پر کیف، اودیسه او خارکیف ښارونو په بریدونو کې کار اخیستی دی.

اروپایي ټولنې او بریټانیا تیره میاشت د ایران د شاهد هوایي صنایعو پر تحقیقاتي مرکز بندیزونه لګولي وو.

امریکا په داسې حال کې دغه بندیزونه لګوي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د لومړي ځل لپاره د نومبر په پنځمه تائید کړه چې هیواد یې روسیې ته ډرون الوتکې ورکړي دي، خو هغه ټینګار وکړ چې دغه الوتکې پر اوکراین د روسیې له برید مخکې مسکو ته ورکړل شوي وې.

امریکا همدارنګه په تازه بندیزونو کې پر یو شمیر روسي افرادو او کمپنیو هم بندیزونه لګولي دي. امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د "پي ام سي واګنر" په نامه پر یوې خصوصي نظامي کمپنۍ چې د روسیې د اقتصاد په دفاع او ملاتړ کې سهم لري، بندیزونه لګول شوي‌ دي.

د امریکا خزانې وزارت په ۲۰۱۷ کال کې هم پر یادې کمپنۍ د اوکراین په ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو تر څنګ، د سرتیرو د ګمارلو او استولو له امله بندیزونه لګولي وو.

اروپايي ټولنې، بریټانیا، استرالیا او کاناډا هم پر روسي پي ام سي واګنر کمپنۍ بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې "واګنر" د روان کال په پیل کې په اوکراین کې د عملیاتو د ملاتړ په هدف د ایراني ډرون الوتکو د اخیستلو هڅه کړې وه.

د امریکا د خزانې وزارت همدارنګه د عباس جوما او تیګران کریستوفوریچ په نامه پر دوو تنو په اوکراین کې د جګړې د ملاتړ په هدف د واګنر کمپنۍ په فعالیت کې د سهم له امله بندیزونه لګولي دي.

متحدو ایالتونو همدارنګه د دریم اړخ پر هغو شرکتونو هم بندیزونه لګولي دي چې د اوکراین په جګړه کې یې د کاریدو په هدف روسیې ته د ایراني ډرون الوتکو په لیږد کې ونډه درلوده.

واشنګټن وایي هغه نړیوال لوبغاړي به هم په نښه کړي چې د روسیې د جګړې له ماشین څخه ملاتړ کوي.