عمران خان: د افغانستان – پاکستان سرحد دې پرانیستی وي

عمران امریکا غږ سره په مرکې د افغانستان - پاکستان تر منځ د آزادې سوداګرۍ او پرانیستي سرحد غوښتنه کړې.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پرانیستو سرحدونو د پالیسۍ غوښتنه کړی ده.

عمران خان د جمعې په ورځ ووېل چې د "افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوږدې مودې اړیکو لپاره د خوندي ساتلو په خاطرازاده سوداگري او پرانیسي سرحدونه ضروري دي ځکه چې افغانستان په وچه پورې تړلی دی او د پاکستان بندرونوته اړدی."

عمران خان وایي د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن تار پر ځای په کار ده چې "د دواړو هیوادونو تر منځ آزاده سوداګري او پرانیستي سرحد وي."

پاکستان پخپل سر لګیا دی د ډیورنډ په ۲۶۰۰ کیلو متره اوږدې کرښې اغزن تار لګوي. سره لدې چې پاکستاني چارواکي وایي دا کار به د جنایي او تروریستي ډلو د تګ راتګ په مخنیوي کې مرسته وکړي خو د افغانستان حکومت د ډېورنډ د کرښې په اوږدوکې د پوځي چونڼیو او امنیتي د یوال د جوړولو سره کلک مخالفت کړی دی.

افغانستان د ډېورنډ کرښه چې په ١٨٩٣ میلادي کال کې په هند کې د برېتانیې په استعماري دوره کې ایستل شوې وه نه مني خواسلام اباد وایې چې د بریتانیې نه ورته په میراث پاتی شوې او د افغانستان د حکومت مخالفت یې رد کړی دی.