د عمران دوه پخوانۍ ښځې; یوه غوسه بله خوشحاله

د عمران خان دوو پخوانیو میرمنو د هغه په انتخاباتو کې بري په اړه بیلا بیل عکس العمل ښودلی. یوې پاکستان ته مبارکي ورکړې نو بلې ویلي دا د پاکستان بدبختي ده.

د پاکستان عمومي انتخابات چې پرون د جولایي په ٢٥ ترسره شول او د پاکستان تح‏ریک انصاف د ټولو نه زیاتې ترلاسه کړې په ملک کې بیلا بیلې تبصرې پارولې دي.

د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان چې درې ودونه یې کړیدي، د دوو ښځو نه جلا شوی دی او د دریمې سره ژوند کوي. د عمران خان د انتخاباتو گټلو د خبر د خپریدو سره د عمران خان پخوانیو ښځو هم پدی اړه غبرگون ښودلی دی.

د عمران خان لمړنۍ میرمن جمایما گولډسمت چې بریتانوي ده او د هغه نه دوه زامن هم لري، اوس هم ځان د عمران خان یوه ښه ملگرې معرفي کوي.

هغې د عمران خان د بري په خوشحالۍ کې ټویټونه وکړل. هغې په خپل ټویټر ولیکل

"٢٢ کلونه وروسته، د ځورونو، مشکلاتو او قربانیو نه وروسته، زما د زامنو پلار د پاکستان راتلونکی صدراعظم دی. دا د باور، اعتماد او د ماتې د منلو نه د انکار نتیجه ده. اوس چلینج دا دی چې دا یاد وساتل شي چې هغه سیاست ولې پیل کړی و. مبارک"

د جمایما ټویټ تروسه پورې ١٢٠،٠٠٠ زره ځله شریک او خوښ کړی شویدی.

د جمایما برعکس د عمران خان دوهمې ښځې ریحام خان د هغه د انتخاباتو د گټلو د خبر نه وروسته په دې پرنټ خپرونې کې یوه مقاله خپره کړه. هغې ولیکل چې دا زما لپاره د حیرانتیا خبره نده چې هغه به د پاکستان صدراعظم شي او هم ځکه ما کتاب لیکلی دی.

ریحام خان

ریحام وایي چې په عمران خان باندې د پاکستان د پوځ سره د نژدو اړیکو او د ترهگرو لپاره د ښه احساساتو تورونه دي. هغه تور لگوي چې دا د پاکستان د تر ټولو غیرشفافه انتخابات و.

ریحام خان وایي چې د کتاب لیکلو هدف یې دا و چې خلک د عمران خان اصل مخ وویني.

د یادونې وړ ده چې عمران خان په پاکستان کې د هغه وخت نه زیات شهرت لري چې د کرکټ لوبغاړی و. هغه د ١٩٩٢ کال د نړیوال جام گټلو نه وروسته نور هم زیات شهرت ترلاسه کړ. عمران خان د نړیوال جام گټلو نه وروسته خپل سیاسي گوند جوړ کړ او د ٢٢ کلونو د سیاست نه وروسته یې دا مقام ترلاسه کړ.