د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د انتخاباتو د نتیجو اعلان ځنډیدلی دی


پداسې حال کې چې د عمران خان پلویان په لارو کوڅو کې د پاکستان په پارلماني انتخاباتو کې د خپل بریالیتوب جشن لمانځي، رای شمیرنه لا هم نده پای ته رسیدلې او د پاکستان واکمن سیاسي گوند او نور کاندیدان په انتخاباتو کې پوځ په لاس وهنو تورنوي.

د پاکستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لورې د نتیجو د اعلان ځنډیدو چې په پاکستان کې بیساری عمل دی او همداشان د لومړنیو نتیجو له مخې د عمران خان د تحریک انصاف گوند ډیر پرمختگ په انتخاباتو کې د پراخو درغلیو په اړه اندیښنې رامنځ ته کړي دي.

خو د پاکستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په انتخاباتو کې د درغلیو ادعاگانې رد کړي او د نتیجو د اعلانولو ځنډول یې تخنیکي ستونزې گڼلې دي.

د پاکستان د انتخاباتو د کمیسیون رئیس سردار محمد رضا نن د پنجشنبې په ورځ وویل چې "دغه ټاکنې سل په سلو کې شفافې او منصفانه وې"

د پاکستان د واکمن مسلم لیگ نون گوند مشر شهباز شریف د انتخاباتو د نتیجو له منلو نه انکار کړیدی او ویلي یې دي چې په ټول هیواد کې په انتخاباتو کې ټگي برگي شوې ده. د پاکستان د پیپلز او جماعت اسلامي گوندونو هم په انتخاباتو کې د درغلیو تورونه لگولي دي.

د سیاسي گوندونو تر څنگ د سیاسي چارو ځینې کارپوهانو او ژورنالستانو هم تور لگولی چې دا انتخابات شفاف نه وو.

پاکستاني رسنیو او تلویزیوني شبکو د پاکستان د تحریک انصاف گوند د بریالیتوب اټکل کړی دی. د اسوشیتید پرس او نورو خبري اژانسونو د رپوټ له مخې د پنجشنبې تر ورځې پورې د شمیرل شویو رایو په اساس عمران خان د ملي اسامبلې د ٢٧٢ څوکیو لږ تر لږه ١١٩ څوکۍ گټلي دي. د حکومت د جوړولو لپاره ١٣٧ چوکیو ته اړتیا ده.

بلخوا د عمران پخوانۍ میرمن جمیمه گولډسمیت چې په بریتانیا کې د فلم پرودیوسره ده د خپل ټویټر له لارې هغه ته مبارکي ویلی ده او لیکلي یې دي چې "د سپکاوي، موانعو او سرښیندونو څخه ٢٢ کاله وروسته زما د ځوی پلار د پاکستان راتلونکی صدراعظم دی".

XS
SM
MD
LG