په پاکستان کې د عمران خان هغه وړاندیز چې وایي په افغانستان کې دې موقتي حکومت جوړ شي، غندل شویدی.
دا دوهم ځل دی چې د پاکستان صدراعظم عمران خان په افغانستان کې د موقتي حکومت جوړیدل د سولې لپاره اړین بولي. د خان دغه څرگندونې نه یواځې په افغانستان بلکه په پاکستان کې هم د هغه سیاسي مخالفینو غندلې دي او د افغانستان په کورنیو چارو کې یې مداخله بللې ده.
پخواني سناتور افراسیاب خټک په خپل ټویټر ولیکل چې عمران خان د طالبانو موقف په افغانانو ورتپي او غواړي چې د طالبانو غوښتنه چې د موقتي حکومت په اړه یې کړې وه، پوره شي. هغه په خپل ټویټر په دی موضوع څو ټویټونه وکړل. ښاغلی خټک لیکي:
Imran’s statement about an “ interim government “ in Afghanistan is undoubtedly a gross violation of Afghan sovereignty.The issues of transition process in Afghan reconciliation were deemed to be the subject of intra Afghan dialogue (supposed to be Afghan-led & Afghan-owned).1/4
— Afrasiab Khattak (@a_siab) March 26, 2019
"په افغانستان کې د موقتي حکومت د جوړیدو په اړه د عمران خان څرگندونې بی شکه د دغه ملک په ملي حاکمیت تیری دی. په افغانستان کې د قدرت د انتقال په اړه خبرې د سولې د خبرو موضوع وه چې افغانانو به د یو بل سره کوله."
خټک زیاته کړه چې د عمران خان دغه غیر مسولانه بیان د افغانانو د مختلفو خواو ترمنځ خبرو ته سپکاوی دی.
د سیاسي چارو مبصرې ماروي سر امریکاغږ ته وویل چې د عمران خان څرگندونی د پوځ څرگندونی دي. هغې وویل :"دا څرگنده خبره ده چې پاکستان په افغانستان کې څه غواړي او د چا حکومت غواړي. عمران خان باید د داسې خبرو نه ډډه وکړي کنه نو دیته دې غاړه کیږدي چې د پاکستان په اړه گاونډي ملکونه داسې خبرې وکړي."
عمران خان چې څو وارې یې ویلي دي د افغانستان د مسلې حل د خبرو د لارې ممکن دی، د خپل حکومت نه مخکې یې په پاکستان کې دننه هم د پاکستاني طالبانو لپاره د دفتر جوړیدو وړاندیز کړی و.
د افغانستان په اړه یې هم دا دوهم ځل دی چې وايي هلته د یو موقتي حکومت جوړیده د مسلو حل دی او د افغانستان د حکومت لخوا پرې سختې نیوکې کیږي.
د پښتون تحریک اساس ایښودونکی غړي محسن داوړ هم په خپل ټویټر د خان څرگندونې د افغانستان په ملي حاکمیت تیرې وباله. هغه په خپل ټویټر ولیکل چې "د سیمې د امنیت او خوشحالۍ لپاره پکار ده چې هیوادونه د یو بل د ملي حاکمیت درناوی وکړي."
همدغه ډول د پاکستان د پارلمان غړي علي وزیر په خپل ټویټر ولیکل:
Condemnable statement by Pakistani PM regarding Afghanistan,He said that their should be interim government to talk with taliban.------------------------------------------------------This is the worse form of diplomatic approach for neighbor and elected government.
— Ali Wazir (@Aliwazirna50) March 26, 2019
"د عمران خان دا خبره چې په افغانستان کې دې موقتي حکومت جوړ شي، د غندلو وړ خبره ده. دا د گاونډي ملک پر وړاندی یو ډیر ناوړه ډپلوماتیک دریځ دی."
د پیښور یو بل سیاسي مبصر پروفیسر اسماعیل په خپل ټویټر ولیکل چې عمران خان دې د خپل ملک غم وخوري.
پروفیسر اسماعیل لیکي:
عمران خان پاکستان کو سنبھال نہیں سکتا اور پڑوسی ملک افغانستان کو مشورے دیتا ہے۔ یہ آدمی جرنیلوں کی نوکری میں کچھ بھی کہہ سکتا ہے۔ افغانستان میں پاکستان اور پاکستانی اداروں کی مداخلت ناقابل برداشت جرم ہے۔
— Prof.M.Ismail (@ProfMIsmail) March 26, 2019
"عمران خان خپل ملک سمبالولی نه شي او گاونډي افغانستان ته مشوری ورکوي. دا کس د جرنالانو په نوکرۍ کې هر څه کولی شي. د افغانستان په داخلي چارو کې د پاکستان مداخله د زغملو نه ده."
په پاکستان کې خبریالې نایله عنایت د عمران خان نه پوښتي چې اخیر د افغانستان نه څه غواړي. هغه لیکي:
What%27s the deal with Imran Khan on Aghan interim government.. Don%27t tell me he now wants to become PM of Naya Afghanistan as well. 🙄
— Naila Inayat नायला इनायत (@nailainayat) March 26, 2019
د عمران خان د افغانستان د موقتي حکومت په اړه څه خبره ده؟ داسې خو نه ده چې هغه اوس د نوي پاکستان نه وروسته نوی افغانستان صدراعظم جوړیدول غواړي؟
تر اوسه پورې عمران خان د موقتي حکومت د وړاندیز نه وروسته د افغانستان په نیوکو تبصره نه ده کړې.