په پاکستان کې خبریالانو او د حکومت سیاسي مخالفینو د صدراعظم په امریکا کې د رسنیو په اړه هغه ویناگانې چې وایي پاکستان کې رسنیو ته هر ډول ازادي لري او هیڅ بندیزونه پرې نشته، دروغ بللی
په واشنگټن ډي سي کې د عمران خان نه څو ځله په پاکستان کې په رسنیو او خبریالانو د بندیزونو په اړه وپوښتل شوه، چې هغه یې په ځواب کې وویل چې پاکستان کې رسنۍ ازادي لري او د بندیزونو رپورټونه دروغ دي.
د پاکستان مسلم لیگ نون گوند مشر شهباز شریف په خپل ټویټر ولیکل:
Niazi sahib proved to be an outright liar when he declared the Pakistani media to be independent. He has ushered in the worst reign of censorship and the media gagging, something that even the dictators failed to accomplish.
— Shehbaz Sharif (@CMShehbaz) July 23, 2019
"نیازي صاحب ځان یو مکمل دروغجن ثابته کړ چې د پاکستان رسنیو ته یې ازاد وویل. هغه د رسنیو د ازادي د ځبلو په لړ کې لاس لري. دا هغه څه دي چې پوځي واکمنۍ کې هم نه دي شوي."
د عمران خان د دغه تبصرې نه وروسته پاکستاني خبریالانو غبرگونو وښودل او د هغه وینا یې دروغ وبلله.
دپاکستاني خبریالانو د خوندیتوب د نړیوالې ټولنې مشر اقبال خټک امریکاغږ ډیوه راډیو ته وویل چې د عمران خان بیان مایوسه کړیدی او ویې ویل چې د خان وینا د ریښتیاو عکاسي نه کوي.هغه وویل چې د پاکستان رسنۍ یواځې د حکومت لپاره د مثبتو خپرونو ازادي لري.
خبریالې ثنا بوچا د عمران خان د څرگندونو نه وروسته په یو ټویټ کې طنز وکړ، هغې ولیکل:
“Media is free in Pakistan.” And fish can fly. And birds can’t. The world is flat. A ball is actually a square. The sky is not blue. But grass is. And this is a new Pakistan. For sure.
— Sana Bucha (@sanabucha) July 23, 2019
"رسنۍ ازادي دي. مایان الوځي او مرغان نه شي. اسمان شین نه دی."
د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې خبریالان د تیرو څو کلونو راهیسې دا تورونه لگوي چې په هغوي محدودیتونه دي او د حکومت نه غواړي چې د اساسي قوانینو سره سم حقوق دې تضمین کړي.