عمران خان د طالبانو له "استازو سره ویني"

طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي

يو افغان چارواکى وایي ټاکل شوې چې صدراعظم عمران خان له طالب استازو سره وویني.

د پاکستان دولتي راډیو " راډیو پاکستان" د صدراعظم عمران خان د یو سلاکار نعیم الحق له خولې ویلي چې ټاکل شوې، "عمران خان به په روانه میلادي میاشت کې د طالبانو له یو شمیر استازو سره وګوري".

په سیاسي چارو کې د صدراعظم عمران خان سلاکار نعیم الحق ویلي، چې عمران د طالبانو سره دا کتنه د افغان حکومت سره د سلا مشورو وروسته کوي.

د افغان حکومت یو چارواکي هم امریکا غږ ته ویلي، چې د طالبانو سره د پاکستان دا کتنه افغان حکومت سره په تفاهم کې کیږي او ټاکل شوې، چې پاکستان حکومت به افغان حکومت سره د دې کتنې جزئیات شریک کړي.

وسله والو طالبانو لا د عمران خان سره د دې کتنې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د تیر ۱۳۹۷ لمریز کال د سلواغې په وروستیو کې په اسلام اباد کې د صدراعظم عمران خان او د طالبانو له استازو سره کتنه وروسته له هغې لغوه شوه، چې افغان حکومت پاکستان ته د طالبانو د استازو په سفر کلک انتقادونه وکړل.

دا کتنه په داسې حال کې کیږي چې ټاکل شوې صدراعظم عمران خان به په نږدې اونیو کې د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سره د کتنې لپاره واشنګټن ته لاړ شي.