عمران خان: په افغانستان کې باید لاسوهنه ونکړو

د پاکستان صدراعظم عمران خان وایي هیواد یې باید په افغانستان کې لاسوهنه ونکړي او نه د خپلې خوښې کسانو لپاره کوښښ وکړي.

ښاغلي خان د رویټرز خبري ته ویلې چې د پاکستان مخکني حکومتونه پدې باور و چې د هند سره د سیالۍ لپاره افغانستان باید د پاکستان په ستراتیژیک عمق کې وي ځکه پاکستان نه غوښتل چې د دوه "دښمنانو" په منځ کې وي.

عمران خان وویل، " زما حکومت پدې اندی دی چې دا زوړ سیاست دی. مونږ په افغانستان کې ستراتيژیک عمق ته اړتیا نلرو. هر حکومت چې د افغانستان ولس یې ټاکي، پاکستان باید ورسره جوړ شي. مونږ باید په افغانستان کې هیڅ ډول لاس وهنه ونکړو او یا یې د کولو کوښښ وکړو. "

ښاغلي خان په مرکې کې ویلې چې په پاکستان کې ټول نفوذ لرونکي شخصیتونه په همدې باور دي او زیاته یې کړه چې " مونږ په افغانستان کې د خپلو کسانو د لرلو په لټه کې باید نه اوسو. ‍"

د پاکستان صدراعظم عمران خان پداسې وخت کې په افغانستان کې د خپل هیواد لاس نه وهلو خبره کوي چې د افغانستان حکومت تل پاکستان پدې تورنوي چې طالبانو ته یې د پټیدو خوندي ځایونه ورکړي او دا ډلې د همدې ځایونو نه په افغانستان کې د بریدونو بندوبست کوي. خو پاکستان دا تورنه نه مني.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حمدالله محب هم تیره اوونۍ ویلي و چې د کابل او اسلام آباد اړیکې ښې ندي. ښاغلي محب ویلي و، " که پاکستان زمونږ سره ښې اړیکې غواړي، هغو غیرې رسمي ځواکونو او ترهګرو ته ځای نه ورکوي چې هلته پراته دي او د هغوي سره دې خپلې اړیکې پرې کاندي. "

محب همدارنګه ویلي و چې پاکستاني چارواکو څو ځله پدې هکله د افغانستان سره ژمنه کړې وه خو هیڅکله یې پخپلو ژمنو وفا نده کړې.

خو د دې ټولو سره سره، د پاکستان صدراعظم ویلي چې هیواد یې کوښښ کوي د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وړاندې هلته سیاسي روغه جوړه وشي چې د کورنۍ جګړې خطر کم شي.

هغه وویل د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د نیټې ټاکل طالبانو ته د جګړې د ګټلو روحیه ورکړې چې دې کار د سولې خبرو ته د هغوي حاضرول یا نرمي ښودل ګران کړیدي.