د پاکستان صدراعظم د پښتون تحفظ تحریک په اړه په خپلو څرگندونو کې ویلي دي چې د دغه تحریک غوښتنې سمې دي خو د هغوي لهجه سمه نه ده.
عمران خان دغه خبرې په اورکزۍ سیمې کې یوې غونډې ته په وینا کې کړیدي. هغه وویل چې د پښتون تحریک غوښتنې هغه څه دي چې په خپله خان یې د لسو کلونو نه غواړي خو د هغوي لهجه سمه نه ده.
عمران خان د پي ټي ایم د مشرانو نه وغوښتل چې قبایل دې د پوځ ضد نه لمسوي "باید پوځ نه خو هغه حاکم گرم وبلل شي چې چا پوځ ته په قبایلو کې د عملیاتو امر کړی و."
عمران خان په دغه موخه د قبایلو سره دا ژمنه هم وکړه چې د وران شوو کورونو او کاروبارونو غم به یې وخوري. هغه د پښتونخوا د وزیراعلی نه وغوښتل چې د هغو کسانو نومونه ثبت کړي چې د پوځ په عملیاتو کې یې کورونه وران، ویجاړ شویدي او وویل چې د هغوي کورونه دې جوړ کړي.
د عمران خان نیوکو ته غبرگونونه
د عمران خان د نیوکو نه وروسته د پي ټي ایم د مشرانو په شمول د ټولنیزو رسنیو فعالانو د هغه وینا ته غبرگونونه وښودل.
د تحریک یو مشر داکټر سید عالم محسود امریکا غږ ته وویل چې عمران خان دې د حکومت ضد خپلې ویناگانې را په یادې کړي.
د تحریک یوې بلې مشرې وړانگې لوڼۍ په خپل فیس بک او ټویټر ولیکل چې خان دې زمونږ غوښتنې ومني نو مونږ به د خپلو شعارونو لپاره بخښنه وغواړو.
آج وزیراعظم عمران خان نے پشتونوں کے ساتھ کئے گئے مظالم کا اقرار کر لیا لیکن پی ٹی ایم کے لہجے پہ اعتراض ہے. جناب آپ ہمارے مطالبات پورے کردے ہم اپنے ادا کئے گئے الفاظ پر معافی مانگ لیں گے. ویسے جو نسل ریاستی جبر کے سائے جوان ہوجائے ان کا لہجہ تلخ تو ہوگا. @ImranKhanPTI
— Wrranga Lunri (@WrrangaLunri2) April 19, 2019
وړانگې لوڼۍ لیکلي "نن عمران خان د پښتنو سره ترسره شوی ظلم ومانه خو د هغه اعتراض دا دی چې زمونږ لهجه سمه نه ده. تاسو زمونږ غوښتنې ومنئ، مونږ به د خپلو خبرو لپاره بخښنه وغواړو."
د تحریک یو مشر او د پارلمان غړي محسن داوړ هم د عمران خان اعتراض ته ځواب ورکړی او په خپل ټویټر یې لیکلي چې پي ټي ایم د ولس غږ دی او شعارونه یې د ظلم ځواب دی. هغه وایي:
PTM represents the anger of those who have lost limbs and loved ones to the policies of this state. To understand our anger, one only has to imagine a limb or a loved one missing due to those whose salary comes from your taxes. Our slogans might seem quite innocuous then. pic.twitter.com/fqXKqjOp5l
— Mohsin Dawar (@mjdawar) April 19, 2019
"پي ټي ایم د هغه کسانو غږ دی چې د خپل بدن او کورنۍ غړي یې د حکومت د پالیسۍ له کبله بایللي دي. زمونږ شعارونه به درته هغه وخت سم ښکاره شي چې د هغه چا پر ځای ځان فکر وکړی چې د بدن غړي او یا د کور غړی یې بایللې وي."
عمران خان د پاکستان په حکومت پخوا هم په قبایلو کې د عملیاتو کولو له کبله نیوکې کړیدي او وایي چې پاکستاني مشرانو د امریکا جنگ خپل ملک ته راوړی دی.