عمران خان د طالبانو له قوله: څو چې غني واک کې وي مذاکره نه کیږي

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي دي د طالبانو مشرانو هغه ته جوته کړې تر هغه چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په واک کې وي، یاده ډله به مذاکرې ته چمتو نشي.

د پاکستان لومړي وزیر د چهار شنبې په ورځ (اګست ۱۱) د زمري ۲۰ په اسلام آباد کې په خپل کور کې یو شمیر بهرنیو خبریالانو ته وویل:" درې څلور میاشتې مخکې چې د طالبانو جګپوړي مشران پاکستان ته راغلي ‌وو، هڅه مې وکړه چې هغوی سولې ته وهڅوم... د طالبانو شرط دادی تر هغه چې محمد اشرف غني هلته په واک کې وي، موږ "طالبان" به له افغان حکومت سره مذاکره ونکړو."

عمران خان په داسې حال کې د طالبانو د مشرانو په حواله خبري کوي چې هغه د جولای میاشتې په ۲۹ نیټه په افغانستان کې د طالبانو د کړنو په اړه د یوه افغان خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل:"موږ د طالبانو ویندویان نه یو.‌"

له دې څو ورځې وروسته د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي څرګندونو ته غبرګون وښود چې ویلي وو د افغانستان حکومت، طالبان او ایران نغواړي‌ چې داعش په افغانستان کې ريښه وځغلوي.

ښاغلي صالح د ټویټر په یوه پیغام کې ولیکل:" شاه محمود قریشي یو ځل بیا د ترهګرو طالبانو ، په افغانستان او سیمه کې د خپل هیواد د ستراتیژیکي نیابتي ډلې په وکالت غږ اوچت کړ. خو ایا کولی شي توضیح ورکړي چې دا ډاډ یې له کومه ترلاسه کړی دی. د کوټې له شورا او د حقاني شبکې سره د پاکستان د پوځ د رهبري وروستۍ غونډه څه وخت وه؟"

له دې سره په یو وخت، د افغانستان د ملي مصالحې د شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي دي چې د افغانستان د سولې له خبرو سره د طالبانو نه جدیت ددې لامل شوی چې د سولې خبرې په وروستیو میاشتو کې ښه پرمختګ ونکړي. هغه همدارنګه ویلي دي‌ چې طالبان په سیاسي حل لاره باندې باور نلري او د ټولو ژمنو خلاف یې د القاعده په ګډون له ترهګرو ډلو سره اړیکې ساتلي دي.

د پاکستان لومړی وزیر په داسې حال کې په افغانستان د اقتدار په اړه د طالبانو د نظریاتو‌ په اړه خبري کوي‌ چې څه موده وړاندې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي وو چې طالبان د سولې په خبرو کې له هر ډول توافق څخه په واک کې د ډیر سهم غوښتونکي دي.

ښاغلي‌ خلیلزاد همدارنګه وویل، جګړه نوره په افغانستان کې مشروعیت نلري او د هغه په وینا جګړه د بیلابیلو ښکیلو خواوو ترمنځ د واک د توازن او ټینګیدو لپاره ده.

له دې سره د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني چمتوالی ښودلی چې د خپلې جمهوري ریاست د دورې له بشپړیدو مخکې ټاکنې ترسره کړي او پکې ګډون هم ونکړي.

له وخت مخکې ټاکنې، د سولې د حکومت جوړیدل، د لویي جرګې جوړیدل او د اساسي قانون اتیا سلنه تعدیل د ښاغلي غني د سولې د طرحې اساسي برخې دي چې د سولې د نقشې په توګه یې طالبانو ته وړاندې کړیده.

خو طالبانو تر اوسه د سولي د ټینګیدو او د افغانستان د سیاسي راتلونکې په اړه خپله طرحه وړاندې کړیده نده، هغه څه چې د افغان دولت د چارواکو او د نړیوالې ټولنې نیوکې هم له ځانه سره لري.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د مذاکره کوونکي ټیم مشر محمد معصوم ستانکزي د سه شنبې په ورځ وویل که طالبان د سولې په خبرو کې جدي دي، نو ولې د سولې په اړه خپله طرحه نه وړاندې کوي.

له دې وړاندې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي څانګې سرپرست توماس نیکلاسن هم ویلي وو چې طالبانو تر اوسه په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو لپاره خپله طرحه وړاندې کړېده نده.

پر امریکا د عمران خان انتقاد

رویټرز خبري آژانس وایي عمران خان امریکا تورنه کړې چې پاکستان یوازې د هغو ګډوډیو لپاره ګټور بولي چې له شلو کلونو جګړې وروسته تر شاه پریږدي.

واشنګټن پر پاکستان فشار اچوي څو پر طالبانو له خپل نفوذ څخه په استفادې د سولې د همه شموله توافق د ترلاسه کیدو لپاره کار واخلي، ځکه چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبري دریدلي دي او په افغانستان کې تاوتریخوالي زیات شوي دي.