عمران خان له خپلو پلویانو وغوښتل چې اسلام اباد کې مظاهرې پیل کړې 

د پاکستان مخکنی صدراعظم عمران

د پاکستان مخکني صدر اعظم عمران خان نن یکشنبه مۍ ۲۲ (مرغومي لومړۍ) له خپلو ملاتړو وغوښتل چې د چهارشنبې په ورځ سوله ایزې مظاهرې پیل کړي.

عمران خان له درې نیم کلن صدارت وروسته څه موده مخکې د پاکستان د پارلمان له لوري سلب اعتماد او له دندې لېرې کړل شو.

نوموړي له واک څخه تر لېرې کېدو وروسته د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې لویې مظاهرې وکړې او هغه یې د پاکستان د حاکمیت د حفاظت مظاهرې وبللې.

عمران خان له حکومت څخه غوښتي دي چې د ده د پلویانو د را روانو مظاهرو مخالفت ونکړي. په پام کې ده چې دا مظاهرې له اسلام اباد څخه د باندې پیل او بیا اسلام اباد ته انتقال شي.

هغه ویلي دي چې پلویان به یې د پارلمان تر منحل کېدو او د راتلونکو انتخاباتو د نېټې تر اعلان پورې په اسلام اباد کې پاتې وي.

په تېر وخت کې د پاکستان د تحریک انصاف د ګوند په مظاهرو کې زرګونو کسانو برخه اخیستې وه. په همدې حال کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله د عمران خان پلویانو ته خبرداری ورکړی دی چې په مظاهرو کې دې ستونزې نه جوړوي.

نوموړي عمران خان تورن کړ چې ځوانان یې بې لارې کړي او له خپل شهرت څخه سیاسي ګټه اخلي.

تر دې مخکې د پاکستان نوي صدراعظم شهباز شریف ويلي وو چې عمران خان د پاکستان خلاف پلان جوړ کړی او په خبره یې باید د هغه په ضد قانوني «اقدامات» وشي، خو هغه په دې اړه نور معلومات ورنکړل.

د عمران خان سیاسي مخالفانو د هغه حکومت ناکام او د پاکستان د اقتصادي ځوړ او خرابېدو لوی لامل بولي او وايي چې هغه له ځینو هېوادونو سره د پاکستان روابط هم خراب کړي دي.

همدغه راز دوی وايي چې عمران خان په خپلو ژمنو عمل ونکړ او له همدې کبله یې د هغه په ضد سیاسي ایتلاف وکړ اوله واک یې لېرې کړ.

خو عمران خان تور لګوي چې سیاسي ګوندونو د یوې بهرنۍ توطیې په اساس هغه له واک څخه لېرې کړی دی، مګر سیاسي ګوندونو دا تور بې اساس بولي.