ولې عمران خان غواړي واشنګټن کې د خپل سفیر کور کې پاتې شي؟

د پاکستان صدراعظم عمران خان د روانې میاشتې په شلمه نیټه واشنگټن ته سفري کوي او غواړي چې د خپل سفیر کور کې پاتې شي چې د دورې مصرف یې راکم شي.

عمران خان وایي چې د واشنگټن د دورې په مهال نه غواړي ېه گران بیه هوټل کې پاتې شي او غوښتي یې دي چې په واشنگټن کې د پاکستان د سفیر اسد مجید خان په کور کې خپلې درې ورځې تیرې کړي، خو رپورټونه وایي چې امریکایي استخبارات د هغه د نظ‏ر سره موافق نه دي.

په واشگنټن کې د پاکستان د سفیر کور په شمال لویدیځ کې دی چې هم پدې سیمې کې د نړۍ د لسو نه د زیاتو هیوادونو سفارتونه دي او د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پنس کور هم په دی سیمه کې دی. که چیرته عمران خان د پاکستاني سفیر په کور کې میلمه شي نو دلته به د اوسیدونکو ژوند د مشکل سره مخامخ شي.

د سیاسي چارو کارپوهان وایي چې د عمران خان سره به یو هیت واشنگټن ته سفر کوي نو ځکه به د پاکستاني سفیر په کور کې د ټولو اوسیده ممکمن نه وي.

په واشنگټن کې د پاکستان د سفارت یو لوړپوړي چارواکي امریکاغږ ته وویل چې پدی اړه د دواړو ملکونو ترمنځ خبرې روانې دي او لا حتمي پریکړه نه ده شوی.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د خپلې دورې په مهال د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ملاقات کوي او په یوې غونډې کې به په امریکا کې میشت پاکستانیانو ته هم وینا وکړي.

د امریکا حکومت هر کال د مختلفو ملکونو د مشرانو کوربتوب کوي چې د اوسیدو او د امنیت چارې یې د امریکا د استخباراتي ادارې په لاس کې وي. د امریکا حکومت کوښښ کوي چې د یو لوړپوړي چارواکي او یا د رهبر د سفر له کبله د سیمې د اوسیدونکو ژوند د مشکل سره مخامخ نه شي.