د بنګله دیش وضعیت؛ په تصویرونو کې

وروسته له هغې چې د بنګله دیش صدراعظمې، شیخ حسینې د دوشنبې په ورځ له خپلې دندې استعفا اعلان کړه او له هېواد څخه وتښتیده، یو شمېر قهرجنو معترضینو هڅه وکړه چې په پلازمېنې ډاکې کې ددغه هېواد د خپلواکۍ د سرلاري، شیخ مجیب الرحمن او د شیخ حسینې د پلار مجسمه رانسکوره کړي
 

وروسته له هغه چې د شیخ حسینې د استعفا خبر په ډهاکه کې خپور شو، معترضینو د بنګله دیش د پارلمان د ودانۍ مخې ته د بریا شیبې ونمانځلې
 
 

مظاهره کوونکي په پلازمینه ډهاکه کې د یو څلي پر سر د بریا شیبې نمانځي
 

مظاهره چیانو د شیخ حسینې تر استعفا وروسته، په پلازمینه کې د دغه هیواد د پوځ یو سرتیری په خپلو اوږو پورته کړی دی

 
 

په ډهاکه کې د بنګله دیشي پوځیانو سره د خلکو روغبړ
 

د شیخ حسینې په استوګنځي کې د حکومت ضد مظاهره چیانو راغونډېدل

يو شمېر قهرجن معترضین چې د شيخ حسينې استوګنځي ته ننوتلي وو، د هغې د استوګنځي توکي یې مات او تخریب کړل

یوشمېر معترضینو چې د شیخ حسینې واجد استوګنځي ته ننوتي وو،‌ میزونه، څوکۍ او نور توکي له ځانه سره یوړل

معترضینو په ډهاکه کې د شیخ حسینې پر استوګنځي د بنګله دیش ملي بیرغونه ورپول

 د بایسکل په مرسته روغتون ته د یو معترض ټپي  لېږدول

 پلازمینې کې د ګرځبندیز پر مهال، د پولیسو یو مامور خپله وسله د حکومت ضد لاریون کوونکو ته نیولې ده

د حکومت ضد لاریونونو په ترڅ کې، معترضینو په ډهاکه کې یو موزیم ته اور ورته کړ

په پلازمېنه ډهاکه کې د حکومت ضد لاریونونو په ترڅ کې معترضینو  ټایرونو ته په اور اچولو سره یو شمېر عمومي لارې وتړلې

د بنګله دېش پوځ د تاوتریخجنو لاریونونو وروسته د ډهاکه ښار کې د سړکونو امنیت په غاړه واخیست