د لاس رسي وړ اتصالات

محمد یونس د موقت حکومت د مشر په توګه بنګله دېش ته ستون شو


محمد یونس د بنګله دېش د موقت حکومت مشري کوي.
محمد یونس د بنګله دېش د موقت حکومت مشري کوي.

د نوبل جایزې ګټونکی محمد یونس د پنجشنبې په ورځ اګست اتمه (زمري ۱۸) بنګله دیش ته ستون شو چې د پخوانۍ صدراعظمې شیخ حسینې د واک څخه له ګوښه کیدو وروسته د موقت حکومت مشري وکړي.

یونس له پاریس څخه په الوتکه کې د ډهاکې په حسرت شاهجلال نړیوال هوايي ډګر کې راښکته شو او د بنګله دېش د پوځ مشر جنرال وقار زمان او نورو لوړ پوړو پوځي افسرانو یې هرکلی وکړ.

یونس په هوايي ډګر کې یوې خبري غونډې ته وویل: "نن زموږ لپاره د ویاړ ورځ ده. بنګله دیش د بریا یوه نوې ورځ نمانځي. بنګله دیش دوهمه خپلواکي ترلاسه کړه."

دغه ۸۴ کلن مشر د پنجشنبې په شپه د بنګله دېش د موقت حکومت د مشر په توګه لوړه وکړه.

یونس په بنګله دېش کې د پراخو مظاهرو وروسته واک ته رسیږي چې په نتیجه کې یې پخوانۍ صدراعظمه شیخ حسینه له واک څخه لرې شوه.

په بنګله دېش کې ناکرارۍ په حکومتي دندو کې د سهمیې د سیستم په خلاف د لاریونونو سره پیل شوې. مظاهره کوونکو د حسینې له واک څخه لیرې کېدل وغوښتل. د هغې د اوږدې مودې په واکمنۍ باندې د بشري حقونو د سرغړونو او په ټاکنو کې د درغلیو تورونه لګول شوي دي.

په بنګله دېش کې د یوې میاشتې مظاهرو او ناکراریو په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۰۰ کسان ووژل شول.

وقار زمان د چهارشنبې په ورځ په یوه تلویزیوني وینا کې وویل چې د ناکراریو له مسئولو کسانو سره به حساب کتاب وکړي.

ولسمشر محمد شهاب الدین چې تشریفاتي دنده لري، د سه شنبې په ورځ پارلمان منحل کړ. دې اقدام یونس لخوا د موقت حکومت د مشرۍ کولو لاره هواره کړه. په بنګله دېش کې د نویو ټاکنو وخت ناڅرګند دی.

اقتصادپوه محمد یونس په ۲۰۰۶ کې د نوبل جایزه ترلاسه کړه هغه د کوچنیو پورونو له لارې د بې وزلۍ د کمولو په هلو ځلو مشهور دی.

یونس د بنګله دېش د مشر په توګه د ټاکل کیدو راهیسې په خپله لومړنۍ وینا کې، په وروستیو لاریونونو کې د محصلینو د رول ستاینه وکړه او د ارامۍ غوښتنه یې وکړه. هغه ټینګار وکړ چې نور باید له تاوتریخوالي ډډه وشي او د هېواد پر بیارغونې تمرکز وشي.

بل خوا د پخوانۍ صدراعظم خالدې ضیاء د "بنګله دېش ملي ګوند" ملاتړو په پایتخت ډهاکه کې لاریون کړی او د هغې واک ته رسېدل یې غوښتي دي. خالده ضیا تازه په کور کې له نظربندۍ خوشې شوې ده.

خالده ضیاء چې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۶ پورې یې د صدراعظمې په توګه دنده ترسره کړې، په ۲۰۱۸ کال کې د فساد په تور په ۱۷ کاله بند محکومه شوه. د هغې ګوند ادعا کوي چې پر هغې باندې دا تورونه سیاسي انګیزه لري.

په ډهاکې کې د خالدې ضیا‌ء د ملاتړو مظاهره په بنګله دېش کې د پراخېدونکي نوي سیاسي وضعیت ښکارندويي کوي.

پخوانۍ صدراعظمه شیخ حسینه د جنوري په میاشت کې د څلورم ځل لپاره وټاکل شوه. هغه په ټاکنو کې د درغلیو له تورونو سره مخامخ شوې. متحده ایالاتو او بریتانیې ددغو ټاکنو پایلې غندلې وې.

د چهارشنبې په ورځ، ډهاکه له څه باندې یوې میاشتې تاوتریخوالي وروسته نسبتا ارامه وه. د پولیسو شتون لږ وو او د محصلینو یو شمېر رضاکاران لیدل کېدل چې د سړکونو په پاکولو او د ترافیک په اداره کولو بوخت وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG