د لاس رسي وړ اتصالات

په بنګله دیشي لوبغاړي شکیب الحسن باندې د قتل تور پورې شوی


د بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان شکیب الحسن
د بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان شکیب الحسن

د بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلې په لوبغاړي او پخواني کپتان شکیب الحسن باندې چې دا وخت د لوبو لپاره په پاکستان کې دی، په بنګله دېش کې د قتل تور پورې شوی دی.

د بنګله دېش لوبډله دا وخت د پاکستان په راولپنډۍ کې ده او د دواړو خواوو ترمنځ د ټیسټ لوبه دوام لري.

د بنګله دېش د رسنیو د راپور په اساس، شکیب الحسن پنجشنبې اګست ۲۲ (وږي اوله) په پلازمېنه ډهاکه کې د پولسیو سره په ثبت شوې قضیه کې، په بنګله دېش کې د تیرو څو اونیو مظاهرو په ترڅ کې د یوې فابرېکې د یو کارکوونکي په وژلو تورن شوی دی.

په دغه قضیه کې ۱۴۷ کسان تورن دي چې پکې د بنګله دېش پخوانۍ وزیره شیخ حسینه، د تیر حکومت د کابینې یو شمېر غړي، او د شیخ حسینې د عوامي لیګ ګوند د یو شمېر غړو نومونه شامل دي.

شکیب الحسن د عوامي لیګ له لورې د بنګله دېش د پارلمان غړی دی.

په حکومتي دندو کې د سهمیو په خلاف پارېدلي مظاهر کوونکي د اګست په پنځمه صدارتي ماڼۍ ته ننوتل، شیخ حسینې له خپلې دندې استعفا وکړه او هند ته وتښتېدله.

په بنګله دېش کې دا وخت د نوبل جایزې ګټونکی محمد یونس د یو موقتي حکومت مشري کوي چې هغه ته د هېواد د راتلونکو ټاکنو د څارنې دنده هم سپارل شوې ده. د ټاکنو نیټه تراوسه نده معلومه.

د شکیب الحسن او نورو په خلاف په ډهاکه کې د قتل قضیه د وژل شوي کس پلار ثبت کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG