د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، ټاکل شوي چې د دې کمپاین په لړ کې شاوخوا شپږ عشاریه اوه (۶،۷) میلیونه ماشومان، چې تر پنځو کلونو کم عمر لري، واکسین کړاي شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په رسمې توګه ویلي دي چې دا کمپاین به د ۲۴ ولایتو مرکز برسیره ۲۲۴ ولسوالیو کې تطبیق شي چې په ۱۰۷ ولسوالیو کې به کور په کور، او ۶۶ نورو ولسوالیو کې کلینیک په کلینیک، او یا هم کلي په کلي د جوماتونو له لارې تطبیق شي.

د وزارت رسمي پاڼي له مخې ټاکل شوي چې دا ځل ۶،۷ میلیونه تر پنځو کلونو ښکته ماشومان واکسین کړای شي، خو وایي کېدای شي د ځېنو ننګونو له امله ۱،۹ میلیونه ماشومانو له واکسین څخه بې برخي پاتي شي.

د فراه د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالجبار شایق په وینا ټاکل شوي چې فراه کې به سلګونه زره ماشومان واکسین شي.

هغه وویل: " په ټول فراه کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو، او ټاکل شوي چې موږ په فراه کې ۲۰۸۰۰۰ ماشومان واکسین کړو، په پیل کښې خو تر اوسه کومه ستونزه نشته، خو کېدای شي چې په ځېنو سیمو کې د ځینو ستونزو له امله واکسین تطبیق نشي، خو بیا هم موږ خپله هڅه کوو".

په هغو سېمو کښې چې واکسین کور په کور نه تطبقیږي، او یو شمیر ماشومان له واکسین څخه بې برخي پاتي، عام خلک یي سخت اندېښمن کړي.

د فراه اوسېدونکۍ محمد علي داسې وايي: " زموږ هيله داده چې په لیرو پرتو کلیو کښې هم هر ډول ستونزه د پولیو واکسین تطبیق پر وړاندې حل شي، نو هیله کوو چې واکسین په ټولو سېمو کې تطبیق شي".

خو مدني فعال عبدالرحمان ژوندی وایي په هغو سیمو کې چې ماشومانو یي د کمپاین پر مهال نه واکسین کیږي اوسېدونکي دې خپل تر پنځو کلونو ښکته ماشومان په روغتیايي مرکزونو، او یا هم ښار ته د تګ او راتګ پر مهال د ښار په دروازو کې د سیارو ټیمونو په واسطه واکسین کړي.

" د ټولو ستونزو سره سره ښه خبره داده چې د ښار په هره دورازه کې د پولیو واکسین ټیمونه ولاړ دي، او د هغه کلیو او ولسوالیو ماشون چې ندي واکسین شوي، باید یې د ښار په دروازو کې واکسین کړي او یا یي هم روغتیايي مرکزونو ته یوسي."

۲۰۱۹ زیږدیز کال په افغانستان کې ۲۹ د پولیو مثبتي پیښې رامنځته شوې وي، خو له نیکه مرغه ۲۰۲۰ تر دې مهاله په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پیښه نده شوې، اما په پاکستان کې ۲۰۲۰ د پیل راهیسې ۱۷ مثبتي پېښي ثبت شوي، او ویره داده چې یو ځل بیا افغانستان ته سرایت ونکړي، او بل خوا خپله په افغانستان کې هم تر اوسه د پولیو ویروس شتون لري.