افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمیر له ۴۰۵۰۰ پورته شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې د کروناویروس ۴۸۶ مشکوک سمپلونه معاینه شوي، چې له دې شمېرې ۱۴۱ یې مثبت تشخیص شوي دي.

د دغه وزارت د چهارشنبې ورځې اکتوبر ۲۱ (تلې ۳۰) معلومات ښيي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس د مثبتو پېښو له شمیرې ۱۰۵ یې یوازې په هرات ولایت کې ثبت شوي دي.

د کروناویروس د تازه مثبتو پېښو په ثبت سره په افغانستان کې په دې ویروس د اخته شویو کسانو مجموعي شمیره ۴۰زره او ۵۱۰ پورته شوې ده.

دغه وزارت همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس له امله د دوو کسانو د مړینې خبر ورکړی، چې ورسره په افغانستان کې د کرونا له ناروغۍ د ټولو مړو شویو کسانو شمیر ۱۵۰۱ ته رسیدلی دی.

خو د دغه وزارت معلومات ښيي چې په دې موده کې ۳۴ تنه له کروناویروس ناروغۍ څخه بېرته ښه شوي دي. په افغانستان کې د هغو کسانو مجموعي شمیر چې د کروناویروس څخه بیرته ښه شوي دي کابو ۳۴زرو ته رسېږي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د ژمي موسم رارسېدو او د کروناویروس د دویمې څپې احتمالي راتګ ته په اشارې ټینګار کړی چې د ماسکونو په اچولو او د روغتیايي تدابیرو په رعایتولو سره به د کروناویروس د مثبتو پېښو په کچه کې کموالی راشي.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د تیر میلادي کال په وروستیو کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور او په چټکۍ سره په نړۍ کې په یوې مرګونې ناروغۍ بدله شوه.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د چهارشنبې تر ورځې اکتوبر ۲۱ (تلې ۳۰) په نړۍ کې څه باندې ۴۰ میلیونه او ۸۱۸زره کسان په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې کابو یو میلیون او ۱۳۶زره تنه مړه شوي دي.